دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 105224
طالبانو ته د وزارتونو او ولایتونو د څوکیو د ورکولو خبر دروغ دی

د افغانستان د ولسمشر ویاند وايي طالبانو ته د وزارتونو او ولایتونو د څوکیو د ورکولو خبر دروغ دی.
فارس خبري آژانس رپورټ ورکړی چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند نظیف ا... سالارزي پرون په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د کابل حکومت طالبانو ته وزارتونه یا د واليانو څوکۍ نه ورکوي، په دې لړ کښې وروستي خپاره شوي رپورټونه دروغ وبلل.
له دې مخکښې ځینو رسنیو د یو رپورټ په خپرولو سره ویلي وو چې د کابل حکومت په سیاسي ډګر کښې د طالبانو د شتون لپاره هغوي ته د قندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو او همداشان د حج او اوقافو د وزارت، د قبایلو او سرحدونو او همداشان د کلو د پراختیا د وزارتونو وړاندیز کړی دی خو د طالبانو ډلې دا وړاندیزونه رد کړي دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcj8ievxuqey8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته