کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت په لوړ پوړو چارواکو د ډله ییز او ځانمرګي برید مخه ونیول شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جدی 1393 ساعت 17:35


یوې ۵ کسیزي ترهګری ډلي چې هوډ درلود تر څو د کورنیو چارو وزارت په لوړپوړو چارواکو باندې ډله ییز او ځانمرګی برید ترسره کړی، چې له نیکه مرغه خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا له چاودیدونکو وسایلو، ۲ میله تفنګچو، ۲۰ عدده لاسی بمونو او ۲ جوړو پوځي یونیفورم سره یو ځای د کابل ښار د اتمی ناحیی له اړوندو سیمو څخه ونیول شول.

نیول شویو کسانو پلان درلود تر څو د امنیتی ځواکونو د یونیفورم، جعلی کارتونو او یو عراده زرهی ډوله موټر په واسطه د کورنیو چارو وزارت ته ننوځي او د کورنیو چارو وزارت د رهبری د جلسي پر مهال د ۳ تنو ځانمرګو بریدکوونکو په واسطه ډله ییز او ځانمرکی برید ترسره کړی.

نیول شویو کسانو هر یو:

- نصرت الله د نوراحمد زوی، چې اوس مهال د پیښور په بورد سیمه کې هستوګنه لری او د اسلام آباد پوهنتون محصل او د یاد برید سازمان ورکوونکی.

- عصمت الله د جنت گل زوی، د ځانمرګو بریدکوونکو ساتونکی.

- نظام الدین د امیرگل زوی، ځانمرګی برید کوونکی.

- عزیزالرحمن د فضل رحمن زوی، ځانمرګی بریدکوونکی.

- نظرمحمد د خیرمحمد زوی، ځانمرګی بریدکوونکی.

د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړی دی.


د مطلب کود: 105623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/105623/د-کورنیو-چارو-وزارت-په-لوړ-پوړو-چارواکو-ډله-ییز-او-ځانمرګي-برید-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com