دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۰۵
د مطلب کود : 105667
دپاکستان په شمالي وزیرستان امریکا بیا حمله کړي ده .
 دامریکا یوې پایلوټه الوتکې نن دپاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کښې چې دطالبانو ، القاعده ، حقاني او نورو ترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی دطالبانو په یوه مرکز حمله وکړه او پینځه کسان یې ووژل .
دپاکستان یوه استخباراتي چارواکي دشمالي وزیرستان د شوال په شاهي خیل سیمه کښې دطالبانو په یوه مرکز د امریکا دحملې په تایدولو سره وویل په دغه حملې کښې پینځه ترهګر وژل شوي دي .
د و یلوده چې دپاکستان په اکثرو سیمو په تیره بیادافغانستان په سرحد کښې پرتې قبایلي سیمې د القاعده ، طالبانو، حقاني ، لشکر اسلام ، سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي او نور ترهګرو ډلو دفعالیتونه ستر مرکزونه دي .
د ویلوده چې دپاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کښې دترهګرو پرضد دضرب عضب په نوم پوځي عملیات هم شروع کړي چې تراوسه دوام لري او پکښې په زرګونو ترهګر وژل شوي هم دي .
دپاکستان ټول خلک دترهګرو دنیولو او دهغوې داعدام او پانسي کیدا غوښتنه کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaimn6049nwi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته