دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۲
د مطلب کود : 105807
سرچینه: ډیرژربه حکومت د ۴ولایتونو والیان معرفي کړي
دحکومت یوه سرچینه وایي، د څلورو ولایتونو لپاره والیان مشخص شوي او ډیرژربه د حکومت له لوري معرفي شي.
دغې سرچېنې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادۍ راډيوته وویل چې، په دې ولایتونوکې کندهار، هلمند، پکتیا او غزني شامل دي.
ازادۍ راډيوته د یوې حکومتي سرچینې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د کندهار لپاره معصوم ستانکزۍ، د هلمند لپاره حیات الله حیات، د پکتیا لپاره حلیم فدایي او د غزني لپاره انجینیرملنګ د نویو والیانو په توګه مشخص شوي دي.
دا کسان په داسې حال کې مشخص شوي چې، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معلوماتوله مخې محمد اصف ننګ د پنجشنبې په ورځ د فراه د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د دغې ادارې ویاند تواب غورځنګ د پنجشنبې په ورځ له ازادۍ راډیوسره خبروکې یوازې د ښاغلي ننګ د ټاکل کیدو خبره تایید کړه خو ویې ویل چې د نورو ولایتونو لپاره د والیانو پرټاکلو هم کار دوام لري:
″د والیانو ګمارل یوه دوامداره او داسې پروسه ده چې ډيردقت ته اړتیا لري.
همدا اوس هم پرځينو بدلونونو فکر کیږي. ولې دقیق وخت یې ځکه نه شم ویلای چې موږهیله لرو زموږ انتخابونه د خلکو د ملاتړاو حکومتدارۍ د پرمختګ سبب شي.″
د نوي حکومت له جوړیدو راپدیخوا د پکتیکا لپاره عبدالکریم متین او کندزلپاره محمد عمر صافی د نویو والیانو او هرات ته د دغه ولایت مرستیال اصیل الدین جامي د سرپرست په توګه وټاکل شول.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ همدا راز وایې چې، په همدې جریان کې د دریو ولایتونو د مرستیال والیانو او د اتو ولسوالیو په سطحه هم بدلونونه راغلي دي.
خو د چارو کتونکي وایې، د ملي وحدت حکومت باید ترکابینې هم لومړی د ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکلي وای.
د سیاسي چارو فعال سنګرامیرزاده ازادۍ راډيوته وویل، د والیانو ټاکل د امنیت پر ټینګښت مثبت اغیز درلودلای شي:
″په داسې یو هېواد کې چې جګړه روانه ده، موږته سیمه ییزه حکومت داري تر وزیرانو ډیره مهمه ده. ځکه دوي خلکو سره سر او کار لري.
که موږ سم والي او حکومتداري و نه لرو، امنیت نه شو راوستلای.″
د نویو والیانو د ټاکلو راپورونه په داسې حال کې خپاره شول چې، د ملي وحدت حکومت نوې کابینه تردرې نیم میاشتني ځنډ وروسته اعلان شوه.
خو کارپوهان وایي، په دې جریان کې ولایتونوته ډيره پاملرنه نه ده شوې او د افغانستان په یو شمېرسیموکې د ناامنیو د زیاتیدو یو لامل هم د سرپرستانو له لوري د ولایتونو اداره کیدل بولي.هغه مساله چې حکومت یې ردوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgzn9quak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته