دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۷
د مطلب کود : 106088
محور ورځپاڼه: پارلماني ټاکنې ځنډېږي
سرچینې وایي، د ولسمشر غني او اجرایه رییس ترمنځ د ټاکنو په کمېسیون کې د اصلاحاتو پرسر د جنجال له امله پارلماني ټاکنې ځنډېږي.
عبدالله ټینګار لري چې تر کابینې وروسته دې سمدستي په ټاکنو کمېسیون کې اصلاحات راوستل شي، خو ولسمشر غني وایي، په بنسټیز ډول اصلاحات وخت او هر اړخیزې مشورې ته اړتیا لري. په توافقاتو کې ټاکنو کمېسیون هم سم نیمایي وېشل شوی دی.
((ولسمشر غني او عبدالله د قانون په اساس یوازې په تخنیکي پروسه کې اصلاحات راوستلی شي. د کمېسیونونو د واکونو او تشکیلاتو په قانون کې د تغیراتو صلاحیت یو هم نه لري. د قانون خلاف هر اقدام د کمېسیونونو استقلالیت تر پوښتنې لاندې راولي.)) حقوقپوه کبیر رنجبرد پارلماني ټاکنو ځنډ او ټاکنو کمېسیون کې د اصلاحاتو په جنجالي موضوع پرون د ټاکنو کمېسیون رییس او یو شمېر غړو یې له ولسمشر غني سره ولیدل.
د ارګ له لوري په خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د ټاکنو کمېسیون له مشر او غړو سره پر تخنیکي، امنیتي او تشکیلاتي مسئلو، سرچینو، سیاسي اجماع او په ټول هېواد کې په متوازن ډول د انتخاباتي مرکزونو د جوړېدو په باب خبرې وکړې: ((زه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون استقلالیت ته پوره درناوی لرم، د کمیسیون استقلالیت ضروري دی او دغه استقلالیت باید په داسې عملي ډول وساتل شي چې د افغانستان ولس او سیاسي ټولنه پر هغه باور ولري.))
سرچینې وایي، د ولسمشر غني او اجرایه رییس ترمنځ په ټاکنو کمېسیون کې د اصلاحاتو موضوع جنجالي شوې او پارلماني ټاکنې به د همدې جنجالونو له وجې ځنډېږي.
په ټاکنو کمېسیون کې اصلاحاتو راوستو پر وړاندې یو شمېر قانوني بندونه شته. پدې معنی چې ولسمشر غني او اجرایه رییس یې یوازې د ټاکنو په تخنیکي برخه کې اصلاحات راوستی شي او دغه اصلاحات د شفافو ټاکنو لپاره ډېر مهم دي.
حقوقپوه کبیر رنجبر له محور سره په مرکه کې وویل، چې له تخنیکي اصلاحاتو هدف د رایې کارولو، رایې شمېرلو او پایلو د اعلان په پروسه کې شفافیت او له عصري ټکنالوژۍ استفاده د وخت اړتیا ده، ولسمشر او اجرایه رییس یې د اصلاحاتو په نوم همدومره صلاحیت او واک لري، خو په قوانینو کې تعدیل نه ولسي جرګه کولای شي او نه هم ولسمشر.
معلومات په ډاګه کوي، چې د ملي وحدت د حکومت جوړېدو په توافق لیک کې ټاکنو کمېسیون هم سم نیمایي وېشل شوی او اوس اجرایه رییس د اصلاحاتو په پروسه کې د اشخاصو په تغیر او تبدیل هم ټینګار لري، خو د ټاکنو قانون دغه اجازه نه ورکوي.
د ولسي جرګې د تقنین جرګګۍ مرستیال غلام حسین ناصري محور ته وویل، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش پدې اړه په یوه لیدنه کې ورته ویلي، چې د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د اصلاحاتو په مفهوم کې تفاوت شته دی: ((عبدالله د ټاکنو کمېسیون په جوړښت کې په تغیراتو ټینګار لري، خو ولسمشر غني په تخنیکي اړخ کې د تغیراتو پلوی دی.))
د ټاکنو قانون په اساس باید د ولسي جرګې ټاکنې په راتلونکې غویي (ثور) میاشت کې ترسره شي، خو ټاکنو کمېسیون احتمالاً تر تلې میاشتې د ځنډېدو ویلي دي، خو اوس د روانو جنجالونو له وجې برېښي چې تر شپږو میاشتو پارلماني ټاکنې ځنډېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcivqazvt1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته