کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تل ابیب کې په کاربم چاودنې کې څلورصهونیسټان مړه اوټپیان شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 12 دلو 1393 ساعت 16:04


د العهد خبری چینل له قوله بیګا راپورورکړی دتل ابیب په جنوب کې په رحوفوت ښارګوټي کې په کار بم چاودنې کې یو صهونیسټی هلاک اودرې نور ټپیان شوي دي.
له دې سره په یو وخت المینار ټيلیوژني چینل هم راپورورکړی چې په ټپیانو کې دوه صهونیسټان مرګی حاله دي.
په دې باب نور جزیات نه دي خپره شوي.
فرانس پریس آژانس هم راپورورکړی دفلسطین داردن سین په لودیځي غاړې کې دصهونیسټ رژیم پوځیانو په حملې کې هم یو فلسطینی شهید شوی دی . راپورښئ یوبل فلسطینی هم بیګا دنابلس ښار په شاوخوا کې دصهونیسټي عسکرو په حملې کې سخت ټپی شوی دی.
راپورښئ پرون داردن سین په لودیځي غاړې کې په کفرقدوم سیمې کې دکلائې او ښارګوټو جوړونوې په ضد په مظاهره چینانو دصهونیسټي عسکرو په حملې کې په لسګونو فلسطینان ټپیان شوي اویوشمیر نور هم نیول شوي دي.


د مطلب کود: 106251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106251/په-تل-ابیب-کې-کاربم-چاودنې-څلورصهونیسټان-مړه-اوټپیان-شول

آوا
  https://www.avapress.com