دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 106570
کلتوري شخصیتونه دایران او افغانستان داړیکو پراختیا ځان پسې لري .
دایران په مشهد کښې دافغانستان سرکنسول وویل ګډې کلتوري څیرې او شخصیتونه دایران او افغانستان داړیکو د پراختیا زمینه جوړونکي دي .
زمونږ خبریال وايي دایران په مشهد کښې د افغانستان سرکنسول محمد امین صدیقي پرون مازیګر دمشهد د فردوسي پوهنتون دادبیاتو به پوهنځي کښې د امیر علیشیر نواي دخدمتونو، اثارو او تفکرونو په نړیوالې غونډې کښې وویل دیوه سیمه ایز شخصیت د درنښت کولو لپاره دداډول غونډې ترسره کیدل ډير اغیزشیندونکي دي او داډول غونډې کولای شي داړیکو له ژوندي کولو سره مرسته وکړي .
په مشهد کښې دافغانستان سرکنسول په دې خبرې سره چې امیر علیشیر نوايي له ټولې سیمې سره اړه لري وویل دغه ستر استاد د تیموریانو په وخت کښې ددغه سیمې کلتور ته ډیر خدمتونه وکړل پر دې اساس د تیموریانو وخت ددغه سیمې لپاره ډیر زیات اهمیت لري .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcefp8z7jh87ni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته