دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 106571
دطالبانو مشرانو دداعش په نوم خپل فعالیت شروع کړی دی .
دافغانستان د ښوونې او روزنې وزارت دمطبوعاتو دچارو سلاکار وویل دطالبانو ډلې ځینې مشرانو له داعش ترهګرې ډلې سره په یوځاې کیدا سره په په دغه ډلې کښې خپل فعالیت شروع کړی دی .
مطیع الله اباسین له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مر که کښې وویل داعش او طالبان دوه(۲) متفاوت نومونه خو یوبل ته ورته ښکارندې دي وویل طالبان له دې وروسته په افغانستان کښې دداعش په نوم سره فعالیت کوي .
اباسن په سیمه کښې د بې ثباتۍ او ناامنۍ رامینځته کول او د افغانستان دخلکو دخپلواکۍ غوښتنې او جهادي روحيې ځپل په افغانستان کښې دطالبانوډلې په داعش دبدلیدا لپاره دوه(۲) ستر عامل وبلل .
دافغانستان دغه شخصیت زیاته کړه په سیمه کښې د اسلامي ویښتیا دڅپې له شروع کیدا وروسته دلویدیځو هیوادونو په ګټه دسیمې د نقشې د له مینځه وړلو لپاره ترهګرې ډلې رامینځته کړې شوې .
هغه وویل داعش ترهګرې ډلې په مرکزي اسیا، چین او روسیې کښې د نفوذ کولو په هدف سره په افغانستان کښې خپل فعالیت شروع کړی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfevdyyw6dxta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته