کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې ۵۸ کیلو ګرامه هیرویین نیول شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 19 دلو 1393 ساعت 13:53


د سمنګان ولایت پولیس وایي، ۵۸ کیلو ګرامه هیرویین چې له بدخشان څخه مزارشریف ته قاچاق کېدل؛ کشف او ضبط کړي دي.
د سمنګان امنیه قومندان جنرال محمد اکرم بیګزاد آزادي راډیو ته وویل چې دغه مواد په ماهرانه ډول د یوه موټر په ټانکۍ کې ځای پر ځای شوي وو او پرون ناوخته د امنیتي موظفینو لاسته ورغله.
هغه زیاتوي چې د دې موادو د قاچاق په تړاو یو کس نیول شوی دی.
جنرال بیګزاد وایي، د روان کال په اوږدو کې د سمنګان پولیسو څو ځلي د نشه یي موادو کوچنۍ او لویې بستې ضبط کوي.


د مطلب کود: 106573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106573/په-سمنګان-ولایت-کې-۵۸-کیلو-ګرامه-هیرویین-نیول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com