دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 106623
دطالبانو مهم قوماندان ملاعبدالرؤف خادم په ډرون حملې کې ووژل شو
زمونږخبریال دپژواک خبری سایټ له قوله راپورراکړ خبروسرچینو ویلی دي دافغانستنان په هلمند ولايت کې له وسله والو طالبانو بېل شوى مهم قوماندان ملا عبدالرووف خادم چي دځينو خبروسرچینو په وینا په همداوروستیو کې دافغانستان لپاره د داعش ډلې مسئول هم نومول شوی ؤ البته دطالبانو یوه ونیدوي ذبیح ا... مجاهد دغه خبر رد کړی ؤ ،نن غرمه دناټو او امریکا ئي ځواک په يوه بې پيلوټه بريد کې وژل شوى دى .
د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار نن خبریالانو ته ویلی دي چې دا پېښه نن غرمه د کجکي ولسوالۍ په اذان سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړې چې د بهرنيو ځواکونو يوې بې پيلوټه الوتکې پر يوه سراچه موټر بريد کړى چې په کې درې کسان وژل شوي او څو نور ټپيان دي په دغه بريد کې له طالبانو جلا شوى سيمه ييز قوماندان ملا عبدالرووف خادم سخت ټپي شوى دى.
د والي مرستيال وايي چې په وژل شوو کې دوه وزيرستاني طالبان او يو د ملا خادم زوم شامل دي.
خو طالبانو ته يوې نږدې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبری سایـت ته ويلي چې په دغه بريد کې ملا خادم له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړه چې طالبانو نوموړي ته يو پلاوى لېږلى و، څو د خبرو اترو په پايله کې يې بېرته خپلو ليکو ته جذب کړي.
البته دخبرترمخابیره کیدا پورې دطالبانومسئولانوپه دې اړه څه نه دي ویلی
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdx90fsyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته