کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غني:‌ افغانستان لاهم د سخت دریځو ډلو تر ګواښ لاندې دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 20 دلو 1393 ساعت 15:26


افغان ولسمشر undefinedمحمد اشرف غني ''اسلامي دولت'' ډله ټولې نړۍ ته یو ګواښ بللی خو وايي هېواد یې د سخت دریځو ډلو له فعالیتونو خوندي نه دی.
اشرف غني دا څرګندونې د جرمني مونیخ غونډې ته وکړې:‌ ''د داعش ګواښ نړیوالی دی، خو افغانستان د سخت دریځو شبکو د یوځای کېدو ټکی دی. پر دغو واقعیتونو سترګې پټول ډېرې ناوړه ناخوالې لرلی شي''.
د افغانستان ولسمشر وویل، د پاکستان په شمالي او سوېلي وزیرستان کې د اورپکو پرضد د پاکستاني دولت پوځي عملیات ددې لامل شوي چې اورپکې ډلې یوځل بیا سره راټولې شي او خپل ګڼ جنګیالي یې افغانستان ته لېږدولي،‌ چې له بده مرغه افغانستان په بالقوه ډول ددې وړتیا لري چې یوځل بیا په سیمه کې د ترهګرو شبکو د یوځای کېدو مرکز وګرځي.‌
ښاغلي غني د ترهګرو ډلو پروړاندې د نړیوالو پڅ غبرګون اندېښمنوونکی ګڼلی،‌ چې په وینا یې ''موږ باید دغه شبکې له یوې او بلې جلا ونه ګڼو.‌ د ترهګرو ډلو پروړاندې مبارزه باید له معقولې لارې وشي'''.
د افغانستان ولسمشر په تېرو نژدې څلورو میاشتو کې چین، عربستان او پاکستان ته سفرونه وکړل او هڅه یې دا وه چې افغانستان کې یوه پایېدونکې سوله راشي.
ښاغلي غني د سولې دغو هڅو ته په اشارې سره وویل، په تېرو څو میاشتو کې توانېدلی چې د سیمې په کچه د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه همکاري رامنځ ته کړي.
ښاغلي غني پاکستان ته په اشارې سره وویل ''موږ دلته ددې لاره نه یو راغلي یوڅه اعلان کړو،‌ بلکې غواړو کار وکړو او پایلو ته یې په تمه شو.‌ داسې کار چې ښپه سیمه کې یو جدي بدلون راولي''.


د مطلب کود: 106625

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/106625/غني-افغانستان-لاهم-د-سخت-دریځو-ډلو-تر-ګواښ-لاندې-دی

آوا
  https://www.avapress.com