دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 106771
په یمن کښې دامریکا سفارت ټول مدرکونه له مینځه یوړل .
په یمن کښې دامریکا دسفارت کارکونکو دخپل سفارت له چټي کولو مخکې هلته ټول موجود سندونه او مدرکونه له مینځه یوړل .
رویټرز خبري اژانس په صنعا ښار کښې د امریکا دسفارت د ځاي کارکونکو په قول راپور ورکړ دامریکا په سفارت کښې د موجودو کامپیوټري تجهیزاتو او وسلو او دغه راز د ټولو سندونو او مدرکونو له مینځه وړل په هغو اقداماتو کښې شامل وو چې په یمن کښې دامریکا د سفارت له چټي کیدا او دډيپلوماټانو له وتلو مخکې ترسره شوي .
داسې ښکاري چې دامریکا ډيپلوماټان په یمن کښې د واشنګټن په دسیسو د سرپوښ د کیښودلو په هدف سره په خپل سفارت کښې د موجودو سندونو او مدرکونو د له مینځه وړلو اقدام کړی دی .
امریکا، انګلستان او فرانسې په یمن کښې د ناامنۍ په پلمه په صنعا کښې خپل سفارتونه چټي کړي دي .
داپه داسې شرایطو کښې دي چې امریکا په تیرو کلونو کښې په یمن کښې د بې ثباتۍ په رامینځته کولو کښې ترټولو مهم او زیات رول لرلی دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchq-nzz23nvqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته