دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 106773
سپینه ماڼۍ له افغانستان څخه د پوځیانو پر ایستلو بیا غور کوي
سپینه ماڼۍ پردې غورکوي چې له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پروګرام ته بیا کتنه وکړي او د افغانستان امنیتي وضعیت ته په پام سره خپل پوځیان له دغه هېواده وباسي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې ولسمشربارک اوباما او د هغه د ملي امنیت ډله به په امریکا کې د چهارشنبې په ورځ دا موضوع وڅيړي.
د راپور له مخې ولسمشراوباما به ښایي په دې برخه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبل ته واک ورکړي چې امنیتي وضعیت ته په کتو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروګرام جوړ کړي. د سپینې ماڼۍ په غونډه کې به جنرال کمپبل هم برخه واخلي.
په سپینه ماڼۍ کې دا غونډه په داسې حال کې کیږي چې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې مشر جان مککین ولسمشر اوباما ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې هغسې تیروتنه ونه کړي، لکه په عراق کې چې وشوه.
سناتور مککن د سنا غونډې ته وویل، که له افغانستانه ټول پوځیان ولسمشر وباسي دغه هېواد به هم د عراق په څیر له داسې ګډوډیو سره مخامخ شي چې بیا به یې ګواښ امریکا ته متوجه وي.
امریکا مخکې هم له افغانستانه د خپلو پوځیانو د وتلو په پلان کې بدلون راوستی و. په ډسمبرکې د امریکا دفاع وزیر کابل ته ولاړ او هلته یې اعلان وکړ چې ۱۰۸۰۰ پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي، په دې ژمنه کې د پوځیانو شمیر تر پخوانۍ ژمنې زر تنه زیات وو.
د دیپلومات په نوم خپرونه څرګندوي چې په ډسمبرکې د امریکا دفاع وزیرد افغانستان د ولسمشرله غوښتنې سره سم دا پریکړه وکړه او اشرف غني په مستقیم ډول له واشنګټنه هغه وخت وغوښتل چې د پوځیانو شمېر ډير کړي.
خو دیپلومات خپرونه د دفاعي چارو د څیړونکو په وینا لیکي چې دغه اوسنی حالت به بیا هم د امریکا د ولسمشر په دې عزم کې بدلون رانه ولي چې د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې په افغانستان کې پوځي ماموریت پای ته ورسوي. په دې اړه واشنګتن پوست ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه مسوول خبرې رااخیستې دي چې وایي، هغه کسان چې په افغانستان کې د پوځیانو د زیاتیدو غوښتنه کوي یا د هغوی د شمېر له ډيریدو سره مخالفت کوي په خپله خبره ولاړ دي او په دوی کې زیاتوالی یا کموالی نه دی راغلی، اوس یوازې د پوځیانو د ایستلو پر شمیر د زماني جدول له مخې خبرې کیږي او د ولسمشر د امنیتي چارو د سلاکارانو ډلې دې ته پام دی چې پسرلی را روان دی او په افغانستان کې د جګړې موسوم رارسیږي.
د امریکا د دفاع وزارت لپاره نوي نومول شوي وزیر اشتن کارترچې کله د تیره اونۍ د سنا د پوځي خدماتو کمیټې ته خپل پلان تشریح کاوه، نو ویې ویل، که چیرته کانګرس ده ته د اعتماد راییه ورکړي، دی غوره ګڼي چې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو پر جدول له سره غور وشي.
ویل کیږي چې امریکایي چارواکي په دې فکرکوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په اړه پریکړه مخکې تردې وکړي چې افغان ولسمشر اشرف غني امریکا ته ځي.
واشنګتن پوسټ لیکي چې اشرف غني به د مارچ په میاشت کې واشنګتن ته ولاړ شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjamevtuqeyaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته