دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۹
د مطلب کود : 106775
خبرونه  / افغانستان   پکتیکا: له چاودیدونکو موادو ډک یو سراچه ډوله موټر د پولیسولاس ته ورغلی
د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي، له چاودیدونکو موادو او مهماتو ډک یو سراچه ډوله موټر د پولیسو لاس ته ورغلی دی.
د دغه ولایت د ځانګړې قطعې قومندان عزیزالله کاروان ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې موټرکې، چې د مټاخان ولسوالۍ په سرکۍ سیمه کې نیول شوې، دوه د انتحاري حملو واسکټونه او څلورمقناطیسي ماینونه موجود وو.
د نوموړي په وینا موټرچلوونکی چې غوښتل یي دا چاودیدونکي مواد کابل ته کړي تښتیدلی خو د نیولو لپاره یي هڅې روانې دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz0b8srhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته