دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 107050
د ولسمشر په تقنیني فرمان به د ولایتي شوراګانو نظارتي رول په ځای شي
تاند- د افغانستان د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست متین بېک اعلان وکړ چې د ولایتي شوراګانو نظارتي رول به بېرته په ځای شي.
د ولایتي شوراګانو نظارتي رول په وروستیو کې د ولسي جرګې له لوري لغوه شوی و او پر ځای یې له اساسي قانون سره سم دغو شوراګانو ته مشورتي رول ورکړای شوی و خو د ولایتي شوراګانو غړیو د ولسي جرګې پر دې پرېکړه سخت اعتراضونه وکړل، د ولایتي شوراګانو دفترونه یې د اعتراض په دود بند کړل او ویې ویل چې که د ولایتي ادارو پر چارو د نظارت واک ونه لري موجودیت یې بې ګټې دی.
ښاغلي بېک د دوشنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو له استازو سره په یوه غونډه کې وویل چې ولسمشر به یو تقنیني فرمان صادر کړي او ولایتي شوراګانو ته به د حکومت پر چارو د څارنې حق ورکړي.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې د ویاند تواب غورځنګ په وینا د ولسمشر له لوري د تقنیني فرمان له صادرېدو وروسته به دا فرمان د ولسي جرګې له لوري تصویب شي.
ده وویل:«په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د افغانستان د ولسمشر په تقنیني فرمان کې دې د ولایتي شوراګانو نظارتي واک په ځای شي. له ښه مرغه چې دا کار وشو.»
ښاغلي غورځنګ خپله اداره د ولایتي شوراګانو ملاتړې وبلله.
د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې سرپرست متین بېک هيله څرګنده کړه چې په راتلونکو ورځو کې به د ولایتي شوراګانو غړي خپل دفترونه پرانیزي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciwyazut1auu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته