دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 107124
د ټروریزم سره د ګډی مبارزی لپاره، د پاکستان او افغانستان هڅه
د اسلام آباد چاپ د اکسپرس ټریبیون د ورځپاڼی د نننی رپوټ له مخی، د پاکستان پوځ د یوی بیانیی په خپرولو سره، هیله وکړه چی، د افغانستان د ؤلس مشر ، اشرف غنی سره، د پاکستان د پوځ د مشر ، راحیل شریف په کتنه کی، مطرح شوی موضوعګانی، منجمله د پیښور په ښوونځی باندی د حملی د شکمنو او تورنو کسانو دمنتقلیدا مسئله، د یوی اونۍ په ترځ کی څرګنده شی .
دافغانستان د ؤلس مشر سره د پاکستان د پوځ د مشر په پرونۍ کتنه کی، پاکستانی لوری؛ یوځلی بیا د افغانستان په خاوره کی د طالبانو د پټن ځایونو په نابودلو، او د پاکستان د طالبانو د ډلی د رئیس، ملا فضل الله د نیونی لپاره، د پریکنده اقدام د کولو په ضرورت باندی ټینګار وکړ . کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر سفر، دافغانستان د ؤلس مشر په توګه د محمد اشرف غنی د فعالیت د پیلیدو راهیسی، دریم سفر ګنل کیږی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcau0n6y49nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته