کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دایران او امریکا اټومي خبرې دسویزرلینډ په جینیوا کښې کیږي .

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 دلو 1393 ساعت 12:50


دایران او امریکا اټومي خبرې په جینیوا کښې کیږي .
زمونږ خبریال واي دامریکا چارواکو وویل چې ددغه هیواد مرکچیان به په جینیوا کښې دایران له اټومي مرکچیانو سره دخبرو په نوي پړاو کښې دتهران داټومي پروګرام په باره کښې خبرې وکړي .
دامریکا خارجه و زارت وویل ددغه هیواد لوړرتبه اټومي مرکچي میرمن وینډي شیرمان او ورسره ټیم به نن سویزرلینډ ته لاړ شي .
داروپايي اتحادیې دخارجي سیاست دمسوولې مرستیاله میرمن هیلګا اشمیت به هم په دغو خبرو کښې ګډون وکړي .
ایران او پینځه جمع یوه ډله کوشش کوي چې اټومي موافقه لاسلیک کړي دغه راز امریکا وویل چې اسرایل دایرا ن داټومي پروګرام په باره کښې غلطې خبرې خپروي اوزیاته یې کړه دامریکا له نظره داسرایلو خبرې له حقیقت سره سمون نه خوري .
دامریکا د سپینې ماڼۍ ویندوی جان ایرنیسټ خبریالانو ته وویل اسرایل له ایران سره په خبرو کښې دامریکا د دریځ په باره کښې غلطې خبرې خپروي .
دامریکا لخوا په اسرایل نیوکه په داسې حال کښې کیږي چې په راتلونکي مار چ میاشت کښې دایران او پینځه جمع یوې ډلې ترمینځ د موافقې د لاسلیک کیدا احتمال زیات شوی دی .


د مطلب کود: 107168

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107168/دایران-او-امریکا-اټومي-خبرې-دسویزرلینډ-په-جینیوا-کښې-کیږي

آوا
  https://www.avapress.com