کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل: د ده سبز په سیمه کې د موټر بم درنه چاودنه شوې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 حوت 1393 ساعت 13:29


د کابل امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د کابل - بګرام په سړک د ده سبز په سیمه کې د موټر بم درنه چاودنه شوې ده.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وايي، انتحاري حمله کوونکو غوښتل له چاودیدونکو موادو ډک هینو موټر کابل ښارته را دننه کړي، خو هدف ته له رسیدو مخکې پولیسو وداروه او چاودنه یې وکړه.
رحیمي وویل، چې په دې چاودنه کې یوتن ټپی شوی، خو زیاتوي چې د چاودنې په سیمه کې د انسانانو د وجود ټوټې لیدل شوي، چې په اغلب ګومان د حمله کوونکو به وي.
خو ښاغلي رحیمي وویل چې د دوی پلټڼې روانې دي چې دا حمله د چا له خوا پلان شوې وه او هدف يې د کابل ښار کومه برخه وه.
څه موده وړاندې د کابل په قصبې سیمه کې هم ورته موټر بم چاودنه وشوه.
تر اوسه د دې حملې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 107460

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107460/کابل-د-ده-سبز-په-سیمه-کې-موټر-بم-درنه-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com