کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 6 حوت 1393 ساعت 14:00


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان،هرات،هلمند،فراه،ارزگان،زابل،کندهار،بدخشان او سرپل ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۵ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۸ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۰ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار،بلخ او تخار ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.


د مطلب کود: 107521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107521/۵-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com