کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د ایران سفارت ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 حوت 1393 ساعت 11:49


د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ایران سفارت مخې ته درنه چاودنه شوې.
کابل کې د بي بي سي خبریال وايي، برید په ځايي وخت ګهیځ شاوخوا اته بجې وشو، چې ورسره له انقرې څلورلاري نه زنبق څلورلارې ته پر وتلي سړک ډېر لوګی پورته شو.
د کابل پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي یوه سیمه ییز تلویزیون ته ویلي، دغه موټربم ځانمرګی برید و، چې د کرولا په مټ د ایران سفارت ته څېرمه شوی.
نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، په برید کې یو ترکی او یو ولس وګړی وژل شوي دي.
د کابل پولیس وايي د لومړنیو رپوټونو له مخې، په برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او یو بل ټپي دی.
ویل کېږي، په هغه موټر کې، چې د برید کوونکی هدف و، د ترکیې سفارت کارکووونکي سپاره وو، خو کومې خپلواکې سرچینې دا خبر تر اوسه نه دی تایید کړی.
برید ‎ پر هغه سړک شوی، چې د ایران او ترکیې سفارتونه، د عزیزي بانک مرکزي دفتر او د 'کابل څلور ستوریز' هوټل یې په اوږدو کې پراته دي.
د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر ټویټر پاڼه د برید پړه منلې ده، او ادعا کوي، چې ''وزیر اکبر خان سیمه کې د اشغالګرو قواوو یو قطار د کرولا موټر په وسیله په نښه کړی، چې درانه تلفات ورته اوښتي دي''.
نوموړي دا هم ویلي، چې ''د کابل په ننڼي برید کې هدف د امریکايي ځواکونو قطار وو چې درانه تلفات ورته اوښتي، د بل کوم هیواد اتباع یا سفارتخانه هدف نه وو''.


د مطلب کود: 107573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107573/کابل-کې-د-ایران-سفارت-ته-څېرمه-ځانمرګی-برید-شوی

آوا
  https://www.avapress.com