دخپریدو نیټه :شنبه ۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 107668
افغانستان د نوي کابل باک د حصوصي کېدو هڅه کوي
افغانستان د پيسو د نړيوال صندوق له چارواکو سره خبري کوي؛ تر څو نوی کابل بانک غير دولتي کړي.
د ماليې وزارت د خزانې عمومي رييس (treasury chief)الحاج محمد آقا رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې پخوا دوه ځلې هغه هڅې چې دا تاوان کوونکی بانګ وپلورل شي؛ ځکه ناکامه شوې چې مناسب پېرودونکی نه و موندل شوی.
اصلي کابل بانک د شا او خوا يو میليارد ډالرو په تاوان سره په ۲۰۱۰م کال کې سقوط وکړ چې وروسته د اقتصادي بحران لامل وګرځېد.
رويټرز خبري اژانس د ښاغلي آقا له خولې ويلي؛ مخکې حکومت داسې تصميم درلود چې درې دولتي بانکونه؛ نوی کابل بانک، پښتني بانک او ملي بانک سره يو ځای کړي.
که څه هم د پيسو نړيوال صندوق د دې غونډې تاييد کړی دی؛ خو دا يې نه دي ويلي چې د يادې موضوع د پلان په اړه به کله پرېکړه وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcd950fjyt0z96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته