کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سالنګونو کې د واورو ورېدو له امله د برق درې پايې له منځه تللي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 9 حوت 1393 ساعت 14:17


په سالنګونو کې د زياتې واورې له امله افغانستان ته د برق د انتقال درې پايې له منځه تللي چې بيا رغونه به يې ډېر وخت ونيسي.
کابل ښار او ګاونډي ولاياتو ته يې د برق انرژي له تاجکستانه او ترکمنستانه انتقاليږي.
د انرژي د ادارې مرستيال او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزير غلام فاروق قاريزاده له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل؛ په سالنګ کې د برق درې پايې له منځه تللي دي او د پنج شنبې په ورځ يو تخنيکي ټيم هغه ځای ته لېږل شوی چې د بيارغونې کار يې پيل کړی دی:
"دوی خپل پلان جوړ کړی دی. که د دې اوونۍ په اوږدو کې يو ځل بيا واوره ونه اوري؛ د پلان له مخې به يې تر چهار شنبې پورې يوه پايه ترميم شي او له هغه پرته، د ټولو پايو او لينونو ترميم به دوې درې اوونۍ وخت واخلي."
د انرژۍ مرستيال او د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزير وايي؛ د دې حادثې په پايله کې د کابل، پروان، کاپيسا او ميدان وردګ برق قطع شوی او د لغمان او ننګرهار ولاياتونو برق هم اغېزمن شوی دی.


د مطلب کود: 107671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/107671/په-سالنګونو-کې-د-واورو-ورېدو-له-امله-برق-درې-پايې-منځه-تللي

آوا
  https://www.avapress.com