دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۴۴
د مطلب کود : 107720
۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې ننګرهار،کندهار،غزنی،هرات،فراه او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۳ تنه ټپیان او یو تن د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۴ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کنړ،ننګرهار او خوست ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccimqsx2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته