دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۸
د مطلب کود : 107983
د پوهنې او مخابراتو ادارو ته د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت تجهیزات ورکړل شول
د پوهنې او مخابراتو ادارو ته د نږدې ۵ میلیونو افغانیو په لګښت تجهیزات ورکړل شول.
د میدان وردګو ولایت د بوهنې او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاستونو ته د اړونده وزارتونو له لورې د شاوخوا ۵ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېل تجهیزات ورکړل شول .
د پوهنې وزارت له لورې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست ته د څلور میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېل تجهیزات چې په کې ۵۷ پایې کمپیوټرونه،۷ پایې د فوټو کاپۍ لوی ماشینونه،۳ پایې جنراتورونه،یو د اوبو پمپ،۶۲۰ پایې مېزونه او چوکۍ او نور توکې شامل دي ورکړل شوي دي .
د دې ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي یاد تجهېزات به د اړتیا له مخې بېلابېلو مسلکي ښوونځیو ته ورکړو،چې په دې سره به په یاده برخه کې دزده کوونکو ستونزې تر ډېره کچه حل شي .
د یو بل خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته د اړونده وزارت له لورې د یو میلیون افغانیو په لګښت د بېلابېلو تجهزاتو،چې په کې ۲۰ پایې کمپیوټرونه،یوه پایه د فوټو کاپۍ ماشین او یو پروجګټور شامل دي،ورکړل شوي دي .
د میدان وردګو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس فضل الرحیم وایي دوی به له یادو تجهېزاتو څخه د دوی ریاست له لورې جوړ شوي د کمپیوټر او انټرنیټ زدکړې په کورسونو کې ګټه واخلي .
هغه زیاتوي له یاد کورس څخه یې تر دا مهاله ۱۵۰ تنه فارغین ټولنې ته وړاندې کړي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پوهنې او مخابراتو وزارتونو څخه مننه وکړه،چې د اړونده ریاستونو سره یې د تجهیزاتو یوه اندازه مرسته وکړه .
https://avapress.com/vdcdj50fsyt0zn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته