دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 108112
ولایتي شوراګانو ته نظارتي واک ورکړل شو
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکم په ترڅ کې، د ولایتي شوراګانو د څار واک یو ځل بیا پرځای کړی دی.
په حکم کې ویل شوي دي، چې ولایتي شوراګانې د پخواني قانون له مخې د محلي ادارو له چارو څخه څارنې ته ادامه ورکوي. په حکم کې د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه شوې، چې د ولایتي شوراګانو د څارنې واک د اعمال لپاره زمینه برابره کړي.
د دې حکم له صادرېدو سره، د ولایتي شوراګانو د نظارتي واک پر سر راپورته شوې ستونزه پایته رسېدلې ده. د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست مشر متین بېک، د ولسمشر د دې حکم د صادرېدو له امله خوښي ښوولې او دا یې د سیمه ییزې حکومتولۍ په پرېکړو کې د خلکو د رایې او ارادې د ګډون لپاره مهم ګام بللی دی. ښاغلي بېک همدارنګه هیله څرګنده کړې، چې د دې واک څخه د سیمه ییزو ادارو د پیاوړتیا او د شفافیت د رامنځته کیدو لپاره استفاده وشي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcizvazrt1auz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته