دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 108128
طالبان: زابل کې د ۳۰ سړ تښتول "زموږ کار نه دی"
وسله والو طالبانو ویلي، په زابل کې د ۳۰ هزاره سړیو تښتول ددوی کار نه دی.
شاوخوا ۱۳ ورځې مخکې، مخ پټو وسله والو د کابل – کندهار پر لویه لار ۳۰ سړي وتښتول، چې تر اوسه یې هېڅ څرک نه لګېږي او نه یې هم چا د تښتونې پړه منلې ده.
که څه هم د تښتونې په سیمه کې طالبان نفوذ لري، خو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، په دې تښتونه کې ددوی لاس نه شته.
د قاري یوسف احمدي په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته پیغام کې ویلي: "لازمه بولو، خپلو هېوادوالو ته دا اعلان کړو چې دغه تښتونه پر طالب (مجاهدینو) پورې هېڅ تړاو نه لري او موږ په دې پېښه کې دخیل نه یو".
د زابل د والي ویاند اسلام ګل فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چارواکي لاهم هڅه کوي د تښتوونکو سیمه مشخصه کړي.
د تښتول شویو د موندنې په موخه زابل کې پوځي عملیات هم پیل شوي، خو ښکاري چې تر دې مهاله یې کومه پاموړ ګټه نه ده لرلې.
هغه وویل، د سیمې له سپین روبو سره د تښتول شویو د خوشي کولو لپاره خبرې روانې دي.
د کب پر ۴، دغه کسان هغه مهال ووتښتول شول، چې کابل ته په دوو مسافر وړونکو موټرو کې روان وو.
د لمر لوېدو پرمهال دوی د زابل شاجوی ولسوالۍ کې د تښتوونکو منګولو ته ولوېدل.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د امریکا څارګرې الوتکې پر دغه سیمه چورلېږي، چې د تښتول شویو ځای ځایګی پیدا کړي.
خو د خرابې هوا له کبله، د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخامخ شوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf0cdycw6dxya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته