دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 108143
په ننګرهار کې طالب وسله والو څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي
وسله والو طالبانو په ننګرهار کې څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د راپورونو له مخې دغه څلور تنه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې له یوه دوکان څخه د غلا په تور وهل شوي دي.
د دوکان مالک ویلي چې یادو کسانو دوې ورځې وړاندې د جمعې د لمانځه پرمهال له یوه دوکان څخه مالونه غلاکړي وو.
د سیمې اوسیدونکي وايي چې یاد کسان د ګڼ شمېر کسانو په مخ کې څلور څلور سوه دُرې ووهل شول.
د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې د اعلامیه کې ویل شوي چې هر تورن کس یې ۲۷ دورې وهلی دی.
د ننګرهار د سرپرست والي دفتر ویلي چې د دې پيښې څخه خبر نه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc04qs12bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته