دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 108263
عبدالله عبدالله وايي، شخصاً به د زندانونو موضوع تعقیبوي
افغان چارواکي په زندانونو کې ستونزې تاییدوي او وايي چې د هوارولو لپاره یې هڅې پيل کړي دي.
د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې د محبسونو د ستونزو د حل لپاره یې د محابسو له عالي شورا سره خبرې کړي او تر هغو به دا خبرې دوام کوي چې دا ستونزې نه وي هوارې شوي.‎
د بشري حقونو فعالې ډلې د افغان چارواکو دا څرګندونې مثبتې ارزوي او وايي چې باید د زندانونو له ریاست نه ملاتړ وشي څو په خپله زندانونو کې حالت ته جدي توجه وشي.
که څه هم د افغانستان په زندانونو کې د ستونزو موجودیت کومه نوې خبره نه ده خو ډېر کم لیدل شوي چې یو لوړ پوړی حکومتي چارواکی دې د ستونزو موجودیت تایید کړي.
د افغان حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې د افغانستان په محبسونو کې ستونزې موجودې دي او باید هوارې شي.
ښاغلي عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا غونډې ته وویل چې د زندانونو د ستونزو په اړه یې د محابسو له عالي شورا سره خبرې کړي او شخصاً به دا موضوع تعقیبوي:
«د محبسونو له عالي شورا سره مو غونډه وکړه. په ښځینه زندانونو کې د ستونزو په اړه او په مجموعي توګه د هغو ستونزو په اړه چې په زندانونو کې موجودې دي خبرې مو وکړې.
د محبسونو له عالي شورا سره زما ژمنه ده وا چې شخصاً به په څو راتلونکو غونډو کې سرپرستي زه خپله کوم تر هغو چې ستونزه کرار کرار هوارې شي.»
د افغان حکومت اجرایه رییس همدا راز وویل چې د ماشومانو په روزنتونو کې هم ګڼ شمیر ستونزې موجودې دي او هڅه به وشي چې دغو ستونزو ته هم د حل لار ولټول شي.
ښاغلی عبدالله په داسې حال کې په زندانونو کې د ستونزو د موجودیت خبرې کوي چې په همدې وروستیو کې په جوزجان کې د زندانیانو او د محبس د چارواکو تر منځ په اخ و ډب کې اوو کسان ووژل شول او پنځه ویشت نور ټپيان شول.
له دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په زندانونو کې د ګڼشمیر ستونزو موجودیت ته اشاره کړې وه چې له هغې وروسته ولسمشر محمداشرف غني د دغو ستونزو د هواري لپاره د یوه ملي میکانیزم د جوړولو اعلان هم وکړ.
اخوا د بشري حقونو فعالان هم د افغان چارواکو له دې څرګندونو څخه چې په زندانونو کې ستونزې تاییدوي؛ هرکلی کوي او وايي چې باید د دغو ستونزو د هوارورو لپاره جدي پاملرنه وشي.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل د دوشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل د زندانونو د ستونزو د هواري لپاره باید افغان چارواکي د محابسو د ادارې ستونزې هوارې کړي او کافي امکانات ورکړي څوله دې لارې د زندانونو ستونزې حل شي:
« دولت باالآخره دا درک کړه چې په زندانونو کې ستونزې موجودې دي. دا یوه ښه پېلامه ده چې مونږ د دوی له خولې اورو چې په زندانونو کې ستونزې موجودې دي. که چیرته د زندانونو د ادارې سره دوی همغږي پيدا کړي او د هغوی هغه غوښتنې چې له دولت نه یې لري هغه ورپوره کړي،مونږ متیقن یو چې دا ستونزې به خلاصې شي، خو وبه ګورو چې راتلونکی وخت دې ته څه ځواب وايي.»
ښاغلی لعل همداراز وايي چې د زندانونو د ستونزو د هوارولو لپاره د څرګندونو تر څنګ باید کلکه سیاسي اراده هم موجوده وي.
کارپوهان وايي تر هغو چې له زندانیانو سره ناوړه چلند ختم نه شي او همداراز د هغوی دوسیې په وخت ونه کتل شي د زندانیانو د اعتصاب، شخړو او شور ماشور پیښې به وخت ناوخته رامنځته کیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfvcdymw6dx0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته