دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 108405
د تخار ولایت په اشکمش ولسوالی کې د طالبانو ډلی پوځي مسوول په کابل ښار کې ونیول شو

د تخار ولایت په اشکمش ولسوالی کې د طالبانو ډلی پوځي مسوول په کابل ښار کې ونیول شو.
د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ملا وزیر د جمعه خان زوی د تخارولایت په اشکمش ولسوالی کې د طالبانو ډلی تش په نامه پوځي مسوول، چې په یو لړ ترهګریزو، ورانکار کړنو او ماین خښوونه کې رغنده ونډه درلوده، د کابل ښار د شپاړسمې (۱۶) ناحیي له اړوندو سیمو څخه ونیول شو.
همدا رنګه د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو بل جلا اقدام په ترڅ کې یو تن ترهګر په نوم د حکمت الله مشهور په(سنګری) د غلام علی زوی چې په لوګر، میدان وردګو ولایتونو او کابل ښار کې په ترهګریزو او ورانکارو کړنو بوخت وو، د کابل ښار د اتمې (۸) ناحیي له اړوندو سیمو څخه نیول شوی دی.
د یادو ترهګرو په نیولو سره د یو لړ ترهګریزو او ورانکارو کړنو مخنیوي وشو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdzj0fkyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته