دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 108493
محور ورځپاڼه: په نورستان کې سخت دریځو یو غټ مرکز جوړ کړی
په نورستان کې خبریالان وایي، کامدېش او برګمټال ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي. له چترال څخه دې ولسوالیو ته د وسله والو تر اتو زیاتې ډلې را اوښتې. لشکر طیبه، جیش سلفیه، لشکر الهداء، لشکر فدایان، جمعیت الطلبه، د القاعدې افغان غړي، حقاني نیټورک او د ملا عمر ډله په بېلابېلو ډولونو تر مختلفو بېرغونو لاندې جنګ او غلچکي بریدونه کوي.
د نورستان چارواکي وایي، د ولسوالیو د دفاعي تشکیلاتو نشتوالي د نا امنیو پراخېدو ته زمینه برابره کړې. په نورستان کې د قومي جګړې وېره ده. د مخالفو وسله والو اکثریت فعالیتونه د کامدېش او کوشتوز قومونو ترمنځ د قومي دښمنیو په عنوان ترسره کېږي.
((په شته نظامي تشکیلاتو هم دفاع کېدلای شي، خو د نظامي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ د نشتوالي له وجې ورځ تر بلې حالات ترینګلي کېږي. محلي چارواکي بې کفایته دي. وایګل د وسله والو یاغیانو په لوی مرکز بدل شوی دی.)) مولوي احمد الله موحد
د نورستان په کامدېش، برګمټال او وایګل کې وسله وال سر له اوسه د پسرلنۍ ګرمې جګړې تابیا کوي او له وړاندې د چترال له لارې دغو ولسوالیو ته څه باندې اته ډلې وسله وال را اوښتي دي. دوی ټول بېلابېل اهداف تعقیبوي او تر مختلفو بېرغونو لاندې وسله وال فعالیتونه کوي.
په نورستان کې خبریالان وایي، د پسرلنۍ ګرمې جګړې اټکل کېږي. مخ پټي وسله وال په هغه وسله والو پسې دره په دره چاڼ کوي، چې په قومي منځګړتوب له جګړې راګرځېدونکي دي.
د نورستان محلي خبریال میوند هاشمي (مستعار نوم) محور ته وویل، ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې وسله وال له نورستان څخه د افغانستان شمال ته د جګړې غځولو په هڅو بوخت دي: ((د تېر ژمي په جریان کې طالبانو په اکثریت کورنیو فشار راوړ، چې له دولتي ملاتړه لاس واخلي او د کور سوځولو ګواښ یې هم ورته وکړ. د پسرلي له رابره کېدو سره دوی د ګرمې جګړې لپاره پر تیاري بوخت دي.))
په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوي احمد الله موحد د نورستان پر محلي چارواکو د بې کفایتۍ تور پورې کوي او په وینا یې، د نظامي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د نا امنیو پراخېدو اصلي عامل دی: ((هره ورځ دوه، درې مرګونه کېږي. په هره ولسوالۍ کې پریمانه نظامي تشکیلات شته، خو دوی یوازې د ولسوالیو تر دېوالونو را چاپیر دي او څلور کیلو متره هاخوا د طالبانو واکمني ده.))
خو د نورستان د والي ویاند محمد موسی شهمي دا تورونه نه مني او وایي، نظامي تشکیلات یې په پوره همغږۍ دفاع کوي، خو د تجهیزاتو له وجې د دفاعي قوې د کمزورۍ خبره کوي: ((دغلته د کامدېش او کوشتوز قومونو ترمنځ د ۱۵۰ کلنې قومي بدۍ په نوم اکثریت وسله وال فعالیتونه ترسره کېږي، د قومي مشرانو په منځګړتوب هڅې روانې دي، چې دوی پخلا شي او پدې سره به د نا امنۍ لمن را محدوده شي.))
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoan6e49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته