کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محور ورځپاڼه: څلورو کورنیو کندوز ولایت له زوال سره مخ کړی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 27 حوت 1393 ساعت 12:22


په کندوز کې د ولسي جرګې د مشر عبدالرؤف ابراهیمي، قوماندان میر عالم، امیر عبدل او قوماندان محمد عمر پخسه پران کورنۍ په ټول ولایت راج چلوي. په دوی ټولو تور دی، چې غیر مسوول وسله وال لري او دولتي مقامونه یې پخپل منځ کې سره وېشلي دي، حتی په قوماندان میر عالم تور دی، چې د نشه یي توکو قاچاق کوي.
محلي سرچینې وایي، یاد کسان په کندوز ولایت کې د واک او ځواک په سیالۍ اخته دي، ولایت یې له سقوط سره مخ کړی دی.
د کندوز امنیه قوماندان سرور حسیني وایي، په نا امنیو او ولایتي ګډوډیو کې د ښکېلو کسانو نومونه افشا کول زما له سویې لوړ کار دی.
یوه اونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو په کندوز کې له مهماتو ډک موټر ونیوه، چې وروسته معلومه شوه د ولسي جرګې د اوسني رییس عبدالرؤف ابراهیمي کسان ول.
سرچینې وایي، د عبدالرؤف ابراهیمي کورنۍ د کندوز په امام صیب ولسوالۍ کې غیر مسوول وسله وال لري. همدا ډول دوی د وسلو قاچاق هم کوي.
معلومات ښيي، چې دغه وخت د کندوز والي هم مطبوعاتو سره په خبرو کې له مهماتو د ډک موټر نیولو خبر ورکړ، خو نوموړي د چا نوم وانخست او ویې ویل، چې دغه وسلې مخالفو وسله والو ته وړل کېدې.
په کندوز کې ځایي خبریالان وایي، دغو څلورو کورنیو یاد ولایت له زوال سره مخ کړی دی، د دوی رقابت د نا امنیو یو لوی عامل دی.
په پخواني جهادي قوماندان میر عالم هم تور دی، چې غیر مسوول وسله وال لري. محلي حکومت ځکه د نوموړي ملاتړ کوي، چې د دولت مخالف وسله وال پرې وځپي، خو نوموړی له دې فرصت څخه په استفادې خپل رقیبان ځپي او دوه اړخیزه رقابت نا امنیو ته زمینه برابره کړې ده. د ښاغلي میر عالم هر ډول مخالف د (طالب) په نوم له منځه وړل کېږي.
د دریمې کورنۍ مشر امیر عبدل په ګوته کېږي، چې دا مهال په کندوز کې د سرحدي پولیسو قوماندان دی.
معلومات ښیي، چې څه موده وړاندې د نوموړي ورونه او د کورنۍ یو شمېر غړي په کندوز کې د سړي تښتونو او قاچاق په تړاو ونیول شول. په نوموړي تور دی، چې د خپل مخالف قوماندان میر عالم پر خلاف خلکو ته وسلې وېشي.
قوماندان محمد عمر پخسه پران د خان آباد په اقتاش کې اوسېږي او یو له هغو کسانو دی، چې په ټول کندوز باندې راج چلوي. په پخسه پران هم تور دی، چې غیر قانوني وسله وال لري، همدا ډول له قوماندان میر عالم سره د اختلاف له وجې د هغه پرضد خلکو ته وسلې وېشي.
ځایي سرچینې وایي، دغه ډلې یو د بل په خلاف خلک را پاروي او د کندوز اکثریت نا امنۍ د همدغو ډلو د رقابت له وجې ورځ تر بلې مخ په پراخېدو ده.
د کندوز امنیه قوماندان سرور حسیني له محور سره په مرکه کې امنیتي ستونزې مني او په وینا یې، مشخصې کورنۍ پدغو نا امنیو کې لاس لري، خو وایي؛ نومونه افشا کول یې تر سویې لوړه خبره ده.
په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازی معلم چهاري هم مني، چې د کندوز نا امني د مشخصو ډلو له لوري پرمخ وړل کېږي: ((څه موده وړاندې د سړي تښتونو، چاودنو او قاچاق په تور یوه ډله ونیول شوه، خو په مرکز کې یې د لوړ پوړو مقاماتو ملاتړ درلود او بېرته خوشي شوه.))


د مطلب کود: 108723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/108723/محور-ورځپاڼه-څلورو-کورنیو-کندوز-ولایت-له-زوال-سره-مخ-کړی

آوا
  https://www.avapress.com