دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۵
د مطلب کود : 108739
م.م: د افغانستان له هوایي ډګرونو بهرته د هیروینو قاچاق زیات شوی
ملګري ملتونه وایي، د افغانستان له هوایي ډګرونو بهر ته په تیره بیا نوي ډیلي ته د مخدره مواد قاچاق مخ په زیاتیدو دی.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال بیا په افغانستان کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې چارواکي وایي، که څه هم له دې لارې قاچاق د اندیښنې وړ دی خو د مخنیوي لپاره یې دې ته اړتیا ده چې شبکې یې باید له منځه یوړل شي.
ملګري ملتونه وایې چې په روان کال کې د افغانستان له هوایي ډګرونو بهر ته د هیروینو قاچاق زیات شوی دی.
د ملګروملتونو د جرمونو او مخدرو مواد ضد ادارې UNODCچارواکي وایي، د هغو هیرویینو ډیره برخه چې د کابل په هوایي ډګر کې کشف او ضبط شوې له هغو مسافرو سره نیول شوې چې غوښتل یې نوي ډیلي ته ولاړ شي.
چارواکو وویل، د کابل له هوایي ډګرڅه بهر ته د هېرویونو د قاچاق د زیاتوالی یوعلت دا دی چې د دغې لارې د مخنیوي لپاره هڅو ځکه نتیجه نه ده ورکړې چې هماهنګي نشته.
هند افغانستان تورنوي چې د قاچاق وړونکو په تعقیبولو کې ورسره سمه همکاري نه کوي.
د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې د احصایې له مخې چارواکو یواځې په جنوري میاشت کې د افغانستان په هوایې ډګرونو کې په اتو پیښو کې ۴۴ کیلو ګرامه هرویین نیولي چې دا د تیرکال په نسبت ډیر زیات دي.
په تیر بشړ کال کال کې پنځوس کیلوګرامه هیرویین او چرس نیول شوي و.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې هغه مسافر چې نوي ډیلي ته یې د هیروینو د قاچاق هڅه کوله تر دوه کیلو ګرامه مخدره مواد یې په کپسولونو کې په ځان کې ایښي و.
د افغانسان لپاره د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې مرستیال مشر مارک کولهون Mark Colhoun وویل، دغه وضعیت د اندیښنې وړ دي خو دغه قاچاق تر اوسه دومره زیات نه دی او د مخنیوي لپاره یې دې ته اړتیا ده چې شبکې یې له منځه یووړل شي.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادوضد ادارې په ۲۰۱۳ کال په کابل هوایي ډګر کې له پولیسو او د ګمرک له کارکونکو سره کار پیل کړ او وروسته یې هم دغه لړۍ د کندهار، هرات او مزار شریف هوایې ډګرونو ته هم وغزوله.
خو د رویټرزپه وینا دا نه ده څرګنده دا چې روان کال په زیاته پیمانه هیروین نیول شوي، علت یې دا دی چې له هوایې ډګرونو د مخدره موادو قاچاق زیات شوی او که د قاچاق وړونکو د په نښه کولو چارې ښې شوې دي.
خوله دې سره سره افغانستان چې د نړۍ په سلوکې نوي مخدره مواد تولیدوي، په کې د کوکنارو کښت مخ په زیاتیدو دی.
د هند د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې یوه چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز اژانس ته وویل چې هغه افغانان چې مخدره مواد هند ته قاچاق کوي اکثره یې د درملنې په پلمه هغه هېواد ته ځي.
دغه چارواکي وویل چې تیر کال د کابل په هوایې ډګر کې د مخدره موادو پرقاچاق د څارنې لپاره د هند او افغانستان د ادارو ترمنځ ګډه همکاري پیل شوې وه خو ډیر یې دوام ونه کړ ځکه مقابل لوري ورسره سمه همکاري نه کوله.
د دغه چارواکې په وینا افغان لوري ډیر استخباراتي معلومات نه شریکول او اکثره یې له موږ سره د قاچاق وړونکو د پيژندنې او د هغوی د سابقې په اړه معلومات نه شریکول.
د رویترز د راپور له مخې د افغانستان حکومت ویلي چې د تیرې مارچ له میاشتې راهیسې یې د کابل په هوایې ډګر کې یواځې ۱۲ کیلو ګرامه هیروین ضبط کړي دي او په دې اړه چې ایا د کابل په هوایې ډګر کې د هند او افغانستان د چارواکو ترمنځ همکاري پیل شوې وه او کنه، له څرګندونو ډډه کړې ده.
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلی چې دوی په دی باور دی چې له مخدره موادو سره د مبارزې لپاره نړېوالې همکاري ته اړتیا ده.
په کابل کې د هند سفیر امرسینها وویل، د مخدره موادو په وړاندې مبارزه کې هندي چارواکو له افغانستان سره فعاله همکاري لرله.
ملګروملتونو ویلي چې اکثره قاچاق وړونکي چې نیول شوي، نوي ډیلي ته یې د تلو نیت کړی و خو چارواکو دغه راز ویلي چې ځیني نور قاچاق وړونکي چې غوښتل یې عربي متحده اماراتو ته لاړ شي، هم نیول شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdsj0fnyt0z56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته