دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 108792
په کندهار او ننګرهار کې به د امریکا پوځي اډې د ۲۰۱۵ ترپایه ونه تړل شي
یو امریکایي لوړ رتبه چارواکی وایي چې په کندهار او ننګرهار کې به د امریکا پوځي اډې د ۲۰۱۵ کال ترپایه ونه تړل شي.
واشنګټن پردې غور کوي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ورو کړي ترڅو له نوي حکومت سره د طالبانو په وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په پالیسي کې دغه احتمالي بدلون د دې ښکارندوي کوي چې امریکا د افغانستان د نوي ولسمشر اشرف غني چې له واشنګټن سره زیاته همکاري کوي، ملاتړ کوي او نه غواړي چی افغان امنیتي ځواکونه له هغه برخلیک سره مخامخ شي چې له عراقه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د دې هېواد ځواکونه ورسره مخامخ شوي و.
د افغانستان په اړه په پالیسي کې له دغه بدلون سره په یوه وخت کې د نویو هڅو په ترڅ کې پاکستان او چین هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو ملاتړ کړی دی.
واشنګټن د چین د دې اقدام چې د روغې جوړې د پروسې لپاره یې یو ډیپلوماتیک چینل پرانیستی، کلک ملاتړ کړی دی.
د رویټرز په وینا دغه امریکایي چارواکي چی نوم یې نه دی ښودل شوی ویلي چې د تیر کال د مۍ د میاشتې راهیسې وضعیت تغیر کړی.
هغه مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د ۲۰۱۵ کال ترپایه به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر له لسو زرو شاوخوا نیمایي ته راکم شي او دغه ځواکونه به یواځې د کابل او بګرام له اډو څخه عملیات مخ ته وړي.
سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه چې د کندهار او ننګرهار اډې به تر راتلونکې کال پورې ونه تړل شي څه نه دي ویلي.
خو د اژانس په وینا اوباما به په راتلونکو ورځو کې په دې اړه پریکړه وکړي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پروسه څه ډول مخ ته لاړه شي، ښایي هم نوموړی راتلونکې اونۍ چې کله افغان ولسمشر اشرف غني او د هغه اجرایه ریس عبدالله عبدالله له واشنګټنه کتنه ترسره کوي، په دې اړه پریکړه وکړي.
امریکایي چارواکي هیله من دي چې له واشنګټنه دغه کتنه به د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کتنو خلاف، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت د دوام لپاره د امریکا د ولس د ملاتړله زیاتوالي سره مرسته وکړي.
د رویټرز اژانس د راپور له مخې له غني څخه به تود هرکلی وشي.
هغه به د دوشنبې په ورځ په کمپ ډیویډ کې د امریکا د دفاع او خزانې له وزیرانو سره وګوري.
د سې شنبې په ورځ به په سپینه ماڼۍ کې له اوباما سره غرمنۍ وخوري او د چهارشنبې په ورځ به د امریکا د کانګرس دواړو جرګو ته وینا وکړي.
یوه بل امریکایي چارواکي وویل چې واشنګټن په ډیر نرمښت له غني څخه غوښتي چې د زیات څه غوښتنه دې نه کوي په دې مانا چې له ۲۰۱۶ کال وروسته دې د امریکا د پراخ ماموریت د غزولو غوښتنه نه کوي.
خو د رویټرز اژانس په وینا هغه بل لوړ رتبه چارواکي ویلي چې د امریکا پوځ ښایي له ۲۰۱۷ کال وروسته خپل هوایي قوت په افغانستان کې وساتي او دغه ځواک به ښایي اجازه ولري چې هوایي حملې ترسره کړي، افغان امنیتي ځواکونو له تهدیدونو وژغوري او ټپیان یې انتقال کړي.
د کندهار او ننګرهار اډې د پنتاګون لپاره ډیرې مهمې ځکه دي چې د امریکا پوځ ورڅخه د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، هغوی ته د سلا مشورې ورکولو او له لوړ پوړو افغان قومندانانو سره چې د پوځ په شپږو فرقو او خاصو کوماندویي ځواکونو کې مسولیتونه لري، د مرستې لپاره کار اخلي.
د کندهار اډه د افغانستان د کمزوري هوایي ځواک او هم په دې ولایت کې چې د طالبانو اصلي مرکز ګڼل کیږي، د افغان ځواکونو د وړلو اډو د ملاتړ لپاره ډیره مهمه ده.
د جلال اباد اډه هم له دې پلوه د اهیمت وړ ده چې په جنوب ختیځ کې د هغو طالبانو او نورو وسله والو چې په پاکستان کې خوندي ځایونه لري، په مخ کې پرته ده.
واشنګټن تر اوسه په دې اړه چې په دغو دواړو اډو کې به څه شمېر پوځیان پاتې کیږي، څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcco4qsi2bqxm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته