د جمهوري ریاست عالي مقام له لوري د ۱۳۹۳کال د حوت د میاشتې اته ویشتمې نېټې د ۹۷۰ ګڼه حکم پر اساس، د کابل پخواني والي عبدالجبار تقوا، د استعفی تر منظورۍ وروسته، د ولایت مرستیال محبوب الله محیبي د کابل ولایت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی محبیبي به د نوي والي تر ګومارنې پورې، د کابل ولایت د چارو سرپرستي کوي. محیبي په کابل پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې، د کابل ولایت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي. تر دې پخوا، د سیمه ییزو اورګانونو په خپلواکه اداره او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمیسیون کې هم د کار تجربه
لري.
لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)