دخپریدو نیټه :شنبه ۸ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 109051
پاکستان وايي له عرب ایتلاف سره یې د یوځای کېدو پرېکړه نه ده کړې
پاکستان وايي، دا هیواد د سعودي عربستان د مځکنۍ بشپړتیا دفاع ته چمتو دی، خو تر اوسه یې د ریاض په مشرۍ له هغه ایتلاف سره د یوځای کیدو پریکړه نه ده کړې چې په یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف هوايي عملیات کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، هیواد یې چمتو دی چې په هره بیه د سعودي عربستان د مځکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي. خو نوموړې داسې څه ونه ویل چې تایید کړي؛ هېواد یې په اوسني هغه اییتلاف کې شامل دی چې د ریاض په مشرۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو خلاف عملیات کوي.
خواجه محمد اصف وویل :
”حکومت یوازې همدومره ژمنه کړې چې که چیرې د سعودي عربستان مځکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ شي؛ نو موږ به د یو ورور هیواد په توګه له سعودي عربستان سره ودریږو.“
د پاکستان پارلمان ته په وینا کې د پاکستان د دفاع وزیر زیاته کړه موږ نه غواړو چې د جګړې په زیاتولو کې برخه واخلو؛ بلکې د جګړې د مخنیوي لپاره به هڅه وکړو.
نوموړی وویل، داسې اندېښنې شته چې دا جګړه به په پاکستان او اسلامي نړۍ کې فرقه یي شخړو ته لمن ووهي.
د سعودي عربستان حکومت د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د ولسمشر عبدالربه منصور له حکومت څخه د دفاع په هدف د حوثي یاغیانو پر اهدافو هوايي بریدونه پیل کړل.
دا هوايي بمبارۍ چې د سعودي د چارواکو په وینا لس هیوادونه په کې برخه لري؛ د ایران د سخت انتقاد سبب شوې دي.
پاکستان د سعودي عربستان له پخوانیو متحدینو څخه دی او دواړه هېوادونه خپلو کې نژدې پوځي اړیکي لري.
په واشینګټن کې د سعودي عربستان سفیر د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې پاکستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د یمن له حکومت څخه یې د دفاع لپاره چمتوالی ښودلی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر وویل، په مصر کې د عربي هیوادونو د مشرانو له غونډې وروسته به یو پاکستانی هییت په دې اړه د خبرو اترو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbs9b88rhbggp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته