دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۲۷
د مطلب کود : 109119
د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو معینیت د آزاد بازار د کارګرانو لپاره د نظري زده کړو ښوونیز پروګرام پیل کړ. دغه پروګرام د کسب ګرو د ملي ټولنې او آلمان هېواد د GIZ موسسې په مرسته پلی کېږي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست محمد سرور عزیزي دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دا پروګرام نه یوازې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د رسمي زده کوونکو او محصلینو ملاتړ کوي، بلکې د کار بازار د شاګرد استادي عنعنوي سیستم پیاوړی کوي او له رسمي دولتي سیستم سره یې اړیکې ټینګوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ددې پروګرام اصلي موخې په آزاد بازار کې د عنعنوي کارګرانو ظرفیت لوړول، د عاېداتو د ډېر والي په موخه معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی، د لازمو تخنيکي زده کړو برابرول او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو تجهیز او پیاوړتیا دی.
ښاغلي عزیزي وویل، چې ددې پروګرام د ښه او پرځای پلي کېدو په برخه کې د کسب ګرو ملي ټولنه له پوهنې وزارت سره مرسته کوي. دا ټولنه د تخنيکي زده کړو معینیت ته په شراېطو برابر کسان ورپېژني او د GIZ موسسې په تخنیکي او مالي مرسته به یاد کسان تخنیکي او مسلکي زده کړې تر لاسه کوي.
د GIZ موسسې استازي په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی به د تخنیکي او مسلکي کادر په پیاوړتیا کې له پوهنې وزارت سره اړینه مرسته وکړي او یاد پروګرام به د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgqy9qyak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته