دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 109258
مدني ټولنې په رښتیني ډول سمسور میدان وردګ غواړي
دغه ټکی د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( چهارشنبه) د میدان ځوانانو دخوځښت ټولنې له لورې د سلګونو بېلابېلو نیالګیو کینولو په مراسمو کې وکړ .
نوموړی زیاته کړه، د بېلابېلو مدني ټولنو له لورې د دوی په شخصي لګښتونو سږ کال زرګونه نیالګي د دغه ولایت په بېلابېلو ادارو او نورو سیمو کې د کمپاین په شکل کینول شول .
هغه وایي له همدې امله پوهیږي،چې په دغه ولایت کې مدني ټولنې په رښتیني ډول سمسور میدان وردګ غواړي او زه د هېواد له ټولو مدني ټولنو غوښتنه کوم،چې د سمسورتیا په برخه کې دي ورته کړنې ترسره کړي.
په جوړو شویو مراسمو کې د میدان ځوانانو د خوخښت ټولنې غړو سربیره،د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي،د ولایتي شورا غړي شریف الله هوتک،د بېلابېلو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
تر دې وړاندې د میدان ښار ځوان دریځ،د میدان ولس د پيوستون او ځوان غږ ټولنو له لورې زرګونه نیالګي د دغه ولایت په مرکز کې کینول شوي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcamon6a49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته