دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۹
د مطلب کود : 109492
امریکايي سناتور وايي، باید په افغانستان کې د عراق تېروتنه تکرار نه شي
تاند- امریکايي سناتور کاري ګاردنز (Cory Gardner) د اتو هیوادونو له سفره وروسته د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې وویل، دا ډېره مهمه ده چې امریکايي مشران هغه ګڼې تېروتنې چې په عراق کې یې وکړې، په افغانستان کې تکرار نه کړي.
د جمهوریتپال ګوند د کلوراډو ایالت سناتور ګاردنر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو د ورو کولو په باب د سپینې ماڼۍ وروستۍ پرېکړه عاقلانه وبلله او په افغانستان کې یې د امریکايي پوخیانو د حضور پر دوام تاکید وکاوه.
ولسمشراوباما تېره میاشت له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پروګرام یو څه ورو کړ خو اصلي مهالوېش یې نه دی بدل کړی. له نوې پرېکړې سره سم به د سږ کال تر پایه له ټولو ۱۰۵۰۰ سرتېرو څخه ۵۵۰۰ پوخیان له افغانستانه نه وځي. تر دې یو څه لږ پوځیان به ووخي خو ټول به د ۲۰۱۶ کال تر پایه ووخي.
ډېر امریکایان وايي چې که ټول ځواکونه هم وباسي، طالبان له جګړې لاس نه اخلي نو بهتره ده چې د افغان امنیتي ځواکونو تر پوره مسلط کېدو پوري پوخیان ونه ایستل شي.
سناتور ګاردنر په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش ظهور او د ګڼو سیمو لاندې کولو ته په اشارې وویل:«نه غواړم چې د افغانستان حالات هم د عراق په شان خراب ووینم.»
داعش د عراق او سوریې ګڼې سیمې نیولي او په دغو سیمو کې یې د تمدن نښې نښانې له منځه وړي دي.
ده همداراز وویل:«باید دا یقیني کړو چې موږ افغانستان داسي حالت ته رسولی شو چې افغانان د ځان دفاع په خپله کولی شي.»
له سناتور ګاردنر څخه وپوښتل شول چې د ده په فکر امریکايي پوځیان باید ترکله په افغانستان کې پاتې شي، ده دا مسله په سپینې ماڼۍ او دفاع وزارت پوري تړلې وبلله، ویې ویل:«دا داسي مسله ده چې زموږ ولسمشر، قومندانان او د جګړې په میدان کې مشران يې په اړه اټکل کولی شي.»
اکثره امریکایان فکر کوي چې که ټول ځواکونه له افغانستانه کاملاً ووځي د دوی په پانګونه د تېرو ۱۳کلونو ټولې بریاوې به ضایع شي او که لږ شمېر پوخیان یې په افغانستان کې پاتې وي نو د اړتیا په صورت کې به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ په اسانه کولی شي. دوی د دې لپاره هم دا مسله ضروري بولي چې طالبان په هغه حد کې پیاوړي نه دي چې د عراق د حکومت مخالف وسله وال دي. طالبان نه کوم لوی یا کوچنی ښار او نه کوم ولایت په کنترول کې لري. افغان ځواکونه د امریکايي او ناټو پوځیانو له وتلو وروسته توانېدلي چې په یوازې توګه د ټولو ښارونو او ولایتونو دفاع وکړي.
د افغانستان په اړه د ګاردنر دریځ په دې هم مهم دی چې نوموړی تازه سناتور شوی او د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړیتوب یې ترلاسه کړی دی. دا کمېټه د امریکا د نړیوالو اړیکو د پالیسۍ په جوړولو کې زیات رول لري.
سناتور ګاردنر اته ورځې په اسراییل، اردن، کویت، عراق، افغانستان او بریتانیا کې تېرې کړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaoon6u49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته