دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 109549
محقق وايي د سپين ږيرو له لارې د ۳۱ مسافرو د راخوشې کولو هڅې کوي
افغان حکومت د سپين ږيرو او مشرانو له لارۍ د ۳۱ مسافرو چې د کابل- کندهار پر لاره برمته شوي وو، د راخوشې کولو هڅې کوي.
د افغان حکومت د اجراييه رياست دوهم مرستيال حاجي محمد محقق په دې اړه له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې اطمنان څرګند کړی دی.
ده ويلي چې دا يودېرش کسه ټول ژوندي دي او له برمته کوونکو سره دي.
د ملي وحدت د حکومت د اجراييه ريس دوهم مرستيال وايي، د ۳۱ برمته شويو مسافرو د راخوشې کولو هڅې دوام لري.
ده په دې اړه اطمنان څرګند کړچې هغوی به راخوشې شي.
د ښاغلي محقق په وينا دغو خلکو له حکومت سره تړاو نه درلود بلکه بيچاره او غير نظامي خلک دي.
په دې وروستيو کې په يوه ويډيو کې يو کس چې ځان د ازبکستان د اسلامي دولت ډلې د وياند په توګه معرفي کوي، له داعش سره د بيعت په څنګ کې وايي، د دولت ۳۰ سرتيري په خپل کنټرول کې لري او په دې ويډيو کې ښکاريږي چې له هغوی څخه له يوه سر پرې کوي.
سعدالله اورګنجي په دې ويډيو کې ويلي چې که افغان حکومت د يو شمېر ښځو په ګډون د دوی جنګيالي خوشې نه کړي، د پاتې افغان سرتيرو سرونه به هم پرې کړي.
په عين حال کې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې هيڅ افغان سرتيري د کومې تروريستي ډلې په بند کې نه دي.
د راپورونو له مخې، ويل کيږي چې د دې تروريستي ډلې مقصد له همدې ۳۱ کسانو څخه دی چې د کابل- کندهار پر لويه لاره د ناپېژندل شوي کسانو له خوا برمته شوي وو.
د اجراييه ريس دوهم مرستيال حاجي محقق له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، دا غوښتنې د هغو مشرانو له خوا چې د برمته کوونکې ډلې سره په تماس کې دي، مطرح شوي دي. ده وويل:
″طالبانو يا په هغه ځای کې بهرنيو ډلو نه دي ويلي چې رسمي استازی دي یې وپېږندل شي.
يوازې د سپين ږيرو له خوا احوال راغلی چې يو شمېر ښځي دي چې هغوی بايد راخوشې شي او موږ په دې اړه د سيمې له مشرانو سره خبرې کړي دي.
په داسې حال کې چې که هغوی واقعاً همدا يې خبره وي، هغه بيا بل بحث دی چې ايا هغه کسان چې دوی يې ادعا لري، همدا مسافر دي.
هغوی موږ ته ويلي چې ښځې او کوچنيان دي او له دې زيات يې موږ ته څه نه دي ويلي.″
ښاغلي محمد محقق زياته کړه، مشرانو او سپين ږيرو چې د برمته کوونکې ډلې او د دوی ترمنځ حال وړي راوړي، ويلي چې د افغان امنيتي ځواکونو سره يو شمېر ښځې او کوچنيان موجود دي چې په بدخشان کې د سرحدي سيمو څخه افغانستان ته ننوتل خو د برف کوچونو او تېز بارانونو له بيرې او همداراز هغه وخت د روانو پوځي عملیاتو له کبله يې خپل ځانونه امنيتي پوستو ته رسولي وو.
دا خلک د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د دې هيواد د پوځ له خوا د عملياتو له لاسه افغانستان ته را اوښتي وو.
د افغانستان د اجراييه رياست د دوهم مرستيال په وينا، دا ښځې او کوچنيان د شريعي او قانوني لحاظه مجرم نه وو او بې له تبادله کولو، کله چې يې خپلوان وموندل شي، هغوی ته به ور تسلیم شی.
ښاغلي محقق د هغه کس په اړه چې ويل کېدل له ۳۱ برمته شويو کسانو څخه يو وو او دوې اوونۍ مخکې د برمته کوونکو له کنتروله تښتېدلی او ځان يې کابل ته رسولی وو، وويل:
″يوه سړي ځان ناروغ اچولی وو چې دومره موده بندي وم. ماته هم راغلی وو ویل يې چې راتښتېدلی يم، يو څه مرسته يې غوښته.
وروسته څرګنده شوه چې له سیمې څخه دی او درواغ وايي. هغه ريښتيا نه ويل. بنديان اوس هم ټول له هغو سره دي. او زه مطمين يم چې دا بنديان به راخوشي شي. هغوی څه ګناه نه ده کړې.″
له دې مخکې، محمد محقق آزادي راډيو ته ويلي وو چې د طالبانو دوو مخکیني قومندانانو چې اوس له اسلامي دولت ډلې سره يو ځای شوي دي، د ۳۱ مسافرو په برمته کولو کې لاس لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdon0fnyt0zk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته