کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غازي امان الله خان په روغتون کې د جراحی بې ساري عملیات!

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1394 ساعت 11:29


په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان د روغتون د اعصابو د جراحی په برخه کې د مغزي دانې(تومر) عملیات یا (Cerebellum pontine angle) په بریالي ډول ترسره شو.

د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکی نور احمد د صالح محمد زوی چې له دریو کلونو راپدېخوا یې د مغز په یوه حساسه برخه (Infra tentorial Cerebellum pontine angle ) کې په لویه کچه یوې مغزي دانې(تومر) شتون درلود، چې له نیکه مرغه د غازي امان الله خان د روغتون د ډاکټرانو له خوا د بریالیو عملیاتو په ترسره کولو د یاد ناروغ ستونزه حل او اوس یې روغتیایي حالت د قناعت وړ دی.

یاد عملیات د هېواد په کچه یو بې سارې عملیات وو، چې د یادې برخې ډاکټرانو په خپلې پرمختللې مسلکي پوهې او ځانګړې لیوالتیا سره وکولای شول دغه عملیات په بریالۍ توګه ترسره کړي.


د مطلب کود: 109615

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/109615/د-غازي-امان-الله-خان-په-روغتون-کې-جراحی-بې-ساري-عملیات

آوا
  https://www.avapress.com