دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 110096
د کندز په حوزوی روغتون کې ځینې څانګې کټنې اخیستنې ته وسپارل شوې
  د کندز ولایت د حوزوې روغتون ځینې څانګې درغونې وروسته پرون د عامې روغتیا وزارت د ادارې مرستیال ډاکټر عبدالبصیر سرورلخوا پرانیستل شوې او همدا راز دغه روغتون د دوه سوه بستیز څخه ۳۰۰ بستیز روغتون ته ارتقا وموندله.
دغه نوښت پدې روغتون کې د جرمنې هیواد د ټو ټال څه د پاڅه ۴۲ میلیونه افغانيو په لګښت ترسره شوې او همداراز یو شمیر لازم او پرمختللی روغتیايی وسایل هم ورته اخیستل شوي دي.
دعامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ډاکټر عبدالبصیر سرور پدې روغتون ددغو نويو څانګو پرانیستل یې د روغتیايي خدمتونو په وده او ښه والې کې یو بل مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې عامې روغتیا وزارت د خپلو
روغتیايي شرکاوو سره په ګډه هڅه کوي څو روغتیايي چوپړتیاوې په انډولیزه توګه ټولو افغانانو ته برابر کړي.
د یاد روغتون د نويو څانګو د روغنې کار بهیر په تیرو نږدې دوو کلنوکې ترسره شوه، چې نن د یولړ مراسمو کې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته ورسپارل شوې.
پدې مراسموکې د کندز والي او یوشمیر نورو مخورو هم خبرې وکړې او دعامې روغتیا وزارت له دغه اقدام څخه یې ستاینه وکړه.
دغه نوې روغول شوې څانګې پدې روغتون کې، لکه د بیړني خونه، تشخیصه خونه، لابراتوار، د درملو ډيپو، انډیسکوپي، ورته نورې برخې شاملیږي چې ددې روغتون د خدمتونو په وده او ښوالي کې خورا زیات رول لري.
همدا راز کندز ولایت ته دعامې روغتیا وزارت د مالی او اداري مرستیال پدې سفر کې د روږدو د درملنې یو ۵۰ بستریزه روغتون هم د کټنې اخیستنې لپاره پرانیستل شو.
د کندز د حوزوي روغتون څخه نه یوازې ددغه ولایت اوسیدونکې، بلکه ورته پراته نږدې د نور ولایتونو اوسیدونکې هم د روغتیايي خدمتونو څخه ګټه پورته کوي.
 دعامې روغتيا وزارت د لازیاتو فعاليتونو په باب د معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر دغه بريښنايي پاڼې ته مراجعه وکړئ: WWW.MOPH.GOV.AF [1]
د لازیاتو معلوماتو لّاره د عامې روغتيا وزارت د عامه اړیکو دفتر مسئول محمد اسمعیل " کاووسی" سره اړيکه ونيسئ .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccoxqse2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته