دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 110130
د المان په مالي مرسته د کندز په سیمه ایز روغتون کې نوې ودانۍ پرانیستل شوې
پرون د افغانستان د عامې روغتیا معین، ډاکټرعبدالبصیر سرور او د المان سفارت سیاسی مستشار، آندریاسګلوسنر په کندز کې نوی بیارغول شوی او پراخه شوی سیمه ایز روغتون چې د المان د حکومت له خوا د KfW د پراختیایي بانک له لارې تمویل شوی دی په رسمي توګه پرانیست. د پرانیستلو د مراسمو څخه دمخه د نویو ودانیو څخه لیدنه وشوه.
نوموړی سیمه ایز روغتون چې اوس د خلکو پر مخ پرانیستی دی یو عصري ثانوی روغتیای مرکز ګنل کیږي چې د کندز د ټولو اوسیدونکو (۸۲۰۰۰۰) او همدارنګه د بغلان او تخار د ګاونډیو ولایتونو د لیږدول شویو ناروغانو په خدمت کې به وي. د دې لپاره چې نوموړۍ روغتون وکولای شي خلکو ته ډیر لوړ روغتیایي خدمتونه برابرکړي، ۶،۷۵ میلیونه یورو (۴۲۴،۳ میلیونه افغانۍ) د ترمیم، او د نویو ودانیو د جوړولو او تجهیزولو په لاره کې لګول شویدي چې په هغه کې د انتاني رنځونو څانګه، د عاجل سرویس څانګه، د تشخیص او تداوی بلاک چې څلور د عملیات خونې لري او د یو د رواني رنځونو یونټ شامل دي.
سربیره پردې، د روغتون موجوده عمده بلاک بیارغول شویدی او د نوموړو ودانیو دپاره د تودلو مرکزي سیستم، طبی اکسیجن، د تازه هوا او د هواایستلو سیستمونه جوړشویدی. همداراز د فاضله موادو د سوزولو یوه عصری کارخانه هم دلته جوړه شویده ددې دپاره چې د روغتون د فاضله موادو منجمنت د عصری حفظ الصحې او روغتیایې ساتنې د سټنډرد سره سمون وخوري. همداراز، سیار امبولانس هم برابرشویدی چې د روغتون د سملاسی مراقبت توان او ظرفیت ښه کړي.
د پرانیستلو په مراسمو کې ډاکټر سرور د المان د خلکو نه مننه څرګنده کړه. هغه همدارنګه د EPOSد ادارې د سلاکار انجینرانو څخه د دوی د ډیر ښه کار او ستړي نه منونوکو هڅو څخه چې اکثراً په یوه سخت او ننګوونکي چاپیریال کې ترسره شویدي، مننه وکړه. ده وویل: "د المان خلک پوهیږي چې یوه ښه روغتون د ټولنې د بیخبنا یوه اساسي برخه جوړوي. د کندز خلک په یوې عصري روغتیایي ودانې کې د ښې روغتیایي څارنې مستحق دي. په دغې ودانۍ کې ټول هغه څه چې د روغتون چارواکې ورته د سملاسي او په لوړه کچه د طبي خدمتونو د برابرولو دپاره ورته اړتیا لري، لیدل کیږي. دغه کار په حکومت باندې د خلکو د بارو د ټینګولو په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کیږي."
د المان سفارت سیاسی مستشار، آندریاسګلوسنر د کندز سیمه ایز روغتون د افغان-المان د همکارۍ په پروګرام کې د یوې مخکښې پروژې په توګه وڅیړه. هغه د ټولو هغو لوریو څخه چې د روغتون د ودانیو په بشپړولو کې یې برخه اخیستې وه مننه وکړه. نوموړي همداراز د عامې روغتیا د وزارت د بیساري ملاتړ او لارښوونې او د ودانولو په کار کې د نورو افغاني پارتنرانو نژدي همکاری څرګندې کړې. ګلوسنروویل چې دغه روغتون به د بغلان، کندز او تخار د ولایتونو دپاره بنسټیز دولتي خدمتونه برابر کړي.
د کندز د سیمه ایز روغتون ترمیم او پراخونه د المان د بهرنیو چارو د وزارت د ډیر پراخ نوښت یوه برخه جوړوی. د دې پروګرام موخه چې د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت په ملتیا پرمخ بوول کیږي داده چې چې د هیواد په شمال کې د عامې روغتیا خدمتونه د روغتیایي مرکزونو د کچې د لوړولو او عصري کولو له لارې په څرګند ډول سمون ومومي. د نوموړي نوښټ په چوکاټ کې په تیرو کلونو کې المان د بیارغونې او پراخونې په کار کې مجموعاً ۷۲ میلیونه یورو (لږترلږه ۴،۵۳ میلیارده افغانۍ) د دوو سیمه ایزو روغتونونو (مزارشریف او کندز)، دوو ولایتي روغتونونو (تالقان اوفیض آباد)، درې د ولسوالیو روغتونونو (خان آباد، بهارک او کیشم)، یو هراړخیزه روغتیایی مرکز (واردوج) او یو ابتدایي روغتیایي مرکز (ګلاباتور) دپاره برابرې کړې دي. د هغو له ډلې څخه زیات شمیر پروژې بشپړې شویدي او پاتې یې یا د چمتووالي په حال کې دي او یا هم پیل شویدي.





سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbfgb8grhb88p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته