کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وسله وال انتحاریان د لشکرګاه د پولیسو یوې ودانۍ ته ننوتي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 31 حمل 1394 ساعت 14:01


تاند- وسله وال سختدریځي د شپې ناوخته /یکشنبه/ د هلمند ولایت په مرکز کې د پولیسو یوې حوزې یا ماموریت ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په جنګ دي.
لومړني راپورونه وايي چې یوه انتحاري د ماموریت مخته ځان والوزاوه او لږترلږه دوه نور ودانۍ ته ننوتل.
د هلمند امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وویل چې لږترلږه دوه انتحاریان د پولیسو په ماموریت کې دي او په داسي حال کې چې ودانۍ د پولیسو له لوري محاصره شوې، سختدریځي له ودانۍ څخه ډزې کوي.
دا برید وروسته له دې کېږي چې افغان امنیتي چارواکي وايي چې په وروستیو کې یې په هلمند کې د ذوالفقار په نوم په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اړولي دي.
دا په وروستیو لسو ورځو کې دوهمه ډله ییزه انتحاري حمله ده چې وسله وال طالبان یې پر دولتي ادارو کوي.
تر دې مخکې یې (د روان اپریل په نهمه) د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ پر ودانۍ د انتحاریانو په حمله کې ۱۰ تنه ووژل او ۶۶ نور ژوبل کړل.
خو د سختدریځو تر ټولو خونړۍ حمله په ننګرهار کې وه. د شنبې په ورځ د جلال اباد د مخابراتو په چوک کې انتحاري حملې ۳۵ تنه ووژل او ۱۲۵ تنه نور یې ژوبل کړل.


د مطلب کود: 110234

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/110234/وسله-وال-انتحاریان-د-لشکرګاه-پولیسو-یوې-ودانۍ-ته-ننوتي

آوا
  https://www.avapress.com