د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو عراده زرنج ډوله باروړونکي ریکشا چې چاودیدونکي توکي په کې د ریموت کنترول په سیستم عیار او ځای پر ځای شوي ول، او ترهګرو ډلو غوښتل تر څو د هرات ښار د یوولسمې ناحیي د شیدایی ښارګوټي په یوه ګنه ګوڼه سیمه کې یو ترهګریز برید تر سره کړي، چې خپلې ناوړې موخې ته له رسیدو د مخه کشف او له یو تن لیږدونکي سره یې یو ځای ونیول شو.