دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 110848
طالبانو هلمند کې یو سړی د خپلې ښځې د قتل په تور
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، ددغه ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې وسله والو یو کس په دې تور زندی کړی، چې خپله مېرمن یې وژلې ده.
د ناد علي ولسوال فتح الله الکوزی وایي، دغه پیښه تېره ورځ د ولسوالۍ (شنه مسجد) سیمه کې رامنځته شوې.
د ښاغلي الکوزي په خبره، د سیمې اوسېدونکو ورته ویلي، وسله والو د عبدالله په نوم یو کس په دې تور، چې خپله مېرمن یې وژلې، زندۍ کړی دی.
ځايي اوسېدونکي وایي، وسله والو دغه کس لومړی په ډزو وژلی او بیا یې پر یوې ونې ځوړند کړی دی.
وسله والو طالبانو هم تېره ورځ رسنیو ته په یوه لنډ لیکلي پیغام کې ویلي و، په ناد علي ولسوالۍ کې یې یو کس په دې تور چې خپله مېرمن یې ناحقه وژلې، قصاص کړی دی.
د هلمند امنیتي چارواکي وایي، ددغې پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پیل کړې دي، خو زیاتوي چې وژل شوي کس ولسي وګړی دی.
د ختمېدونکې اپریل میاشتې پر ۱۸ هم د غزني ښار اړوند په منګور کلي کې طالبانو درې له دې کبله اعدام کړي وو، چې څه موده وړاندې یې یوه ډاکتره او د هغې میړه وژلي وو.
طالبانو دا کسان نیولي وو، چې په عام محضر کې یې په ډزو ووژل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchkvnz623nz6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته