کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکابل په دارالامان سیمې کې په ځان مرګي برید کې کابو ۴۰کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 ثور 1394 ساعت 13:27


 دافغانستان دکابل د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني څو شیبې وړاندې خبریالانوته وويل چې دغه بريدنن سهار کابو اته نیمي بجي د سناتوريم په سيمه کې شوى دى.
هغه وايي بريد د څارنوالۍ د کارکوونکو پر گاډي شوى خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.
دافغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وايي چې دغه بريد يو پلي کس کړى دى.
البته دخبر ترمخابیره کیدا پورې ددغه ځان مرګي برید داحتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دي ویل شوي او داهم ویل شوي چې دا مهال سيمه امنيتي ځواکونو کلابنده کړې او څوک د پېښې سيمې ته نه پرېږدي.
د دې بريد مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخستى دى.
د طالبانو وياند ذبيح ا.... مجاهد په همداوروستیو کې له مونږ سره په لنډ تماس کې مدعی شوی چې په دغه برید کې کابو څلویښت حکومتي ماموران مړه و ټپیان شوي دي
داپه داسې حال کې د ي چې پرون په قطر کې دکابل حکومت او افغان طالبانو ترمینځ د سولې خبرې اترې هم پیل شوي دي خو بیا هم دافغانستان ټاټوبی له ځان مرګو بریدونو او بم چاودنو کرار نه مومي.


د مطلب کود: 111026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/111026/دکابل-په-دارالامان-سیمې-کې-ځان-مرګي-برید-کابو-۴۰کسانو-ته-مرګ-ژوبله-واوښته

آوا
  https://www.avapress.com