دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۳
د مطلب کود : 111093
دافغانستان په ننګرهار ولایت کې دامریکا ډرون الوتکو بیا اولس وسله وال کسان ووژل شول
دافغانستان په ننګرهار ولایت کې دامریکا ډرون الوتکو بیا اولس وسله وال کسان ووژل شول .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانستان په ختیځ کې ننګرهار ولایت دجلال اباد کابل په ستره لاره کې دامریکا دبې پيلوټه الوتکو په توغندوي برید کې دطالبانو دیوه مهم قوماندان پشمول اولس وسله وال طالبان ووژل شول
دننګرهار دپولیسو ویندوي حضرت حسین مشرقیوال ویلی دي دغه حمله پرون مازدیګر شوې او ممکنه ده دمړو شمیر ئې نور هم زیات شي.
هغه ویلی په وژل شویو کسانو کې دملاداؤد پشمول اولس کسان شامل دي او دغو وسله والو کسانو نیّت درلود په دغې سترې لارې کې جنایت وکړي چې دبې پيلوټه الوتکې ښکار شول
وړمه ورځ هم په همدغه ولایت کې په یوې ورته حملې کې ولس وسله وال کسان وژل شوي وو . دغه ډول حملې زیاتره دافغانستان او پاکستان په بیلابیلو سیمو کې دامریکا بې پیلوټه الوتکې کوي البته ځيني راپورونه داهم وائي چې په دغه ډول حملوکې زیاتره عام خلک قرباني کیږي چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم ترسترګو کیږي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcao6n6e49n6w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته