دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 111116
د پوهاند غضنفر د روغتیايی انستیتوت څخه ۳۲۸ تنه محصلین فارغ شول
 د نرسانو دنړیوالې ورځې د لمانځلو سره سم د پوهاند غضنفر د روغتیايي انستیتوت څخه ۳۲۸ تنه محصلینو د خپل د فراغت سندونه ترلاسه کړل. دغومحصلینو په تیرو دوو کلونو کې خپلې زدکړې د متوسطه طبی په بیلابیلو برخو کې په شمول د نرسنګ سرته رسولي. د روغتیايي پرسونل روزنه او دهغوی د ظرفیت لوړونه د عامې روغتیا وزارت له مهمو فعالیتونو څخه شمیرل کیږي چې د روغتیايی خدمتونو د کیفیت په ښه والي خورا مثبته اغیزه لري.


د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت دعامې روغتیا وزارت د نورو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، هرکال ګڼ شمیر وکړي د روغتیايی انستیتونو له لارې د قابلګی، نرسنګ، درملو جوړونه، د ښاغونو پروتیز، طبی تکنالوژی، فزیوتراپي، رادیولوژي او انستیتزي په برخو کې روزي او وروسته له فراغت څخه هغوی د روغتیايي مرکزونو کې په تشو بستونو کې په دندې ګماری چې ددې لیارې د روغتیا مرکزو د پرسونل تشه لري کيږي او همدا راز د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی مومي.


د پوهاند غضنفر د روغتیايي انستیتوت له تاسیس څخه تر دې دمه څه باندې ۳۰ زره محصلین يې د متوسطه طبی په بیلابیلو برخو کې روزلي او د خدمت کولو لپاره یې د افغانستان طبی ټولنې ته یې وړاندې کړي دي. همدا راز په وروستیو کلونو کې شاخوا ۱۲ زره محلصین د خصوصی سکتور لخوا د متوسطه طبی له بیلابیلو برخو څخه فارغ شوي دي.


د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال ډاکټر عبدالبصیر سرور، د پوهاند غضنفر د روغتیايی علومو د انستیتوت ددغو محصلینو فراغت ته یې مبارکی وویله او دهغوی څخه یې غوښتنه وکړه څو خپلې مسلکي زدکړې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په وده کې وکاروي او په راتلونکي کې خپلې دندې د پوره صداقت او ایمانداری سره د خکلو په خدمت کې ترسره کړي.


همدا راز پدې مراسموکې نرسانو د نړیوالې ورځې څخه هم لمانځنه وشوه او دغه ورځ د نرسنګ د مسلک د درناوی او پرمختک لپاره د حکومتونو او دغیرو حکومتي سازمانونو د پام د جلبولو لپاره یو ښه مناسب فرصت وبلل شو.


د نرسنګ د خدمتونو ښه والي د عامې روغتیا وزارت د فعالیتنو له جملي څخه بلل کیږي. یاد وزارت پدې وروستیو کلونو کې د ټولنې په کچه د نرسنګ د زدکړو پروګرام يې پیل کړی چې دا مهال په یوشمیر ولایتونو کې ددغه پروګرام لړی په ګړندی سره روانه ده چې په ترڅ کې له سیمه څخه د ښوونځي فارغان دې پروګرام ته جلبیږي او وروسته له فراغت څخه هغوی د خپلو سیمو په روغتیايي مرکزونو کې په دندې ګمارل کیږي. نرسان یا روغتیا پالان هغه روغتیايي کارکوونکي دي چې د روغتیايي خدمتونو په لومړي کرښه کې دنده ترسه کوي او د ناروغانو په درملنه کې خورا زیات مثبت رول لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqq9q3ak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته