دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 111477
عراقچی، د لوزان د بیانیی په چوکاټ کی، د اټمی مذاکرو په دوام ټینګار وکړ
 د ایران اټمی مذاکره کونکی ټیم، نن سهار ویانا ته د رسیدا په پیل کی، د اټمی مذاکرو د دی دور په باره کی وویل : دا دریمه دوره ده چی ایران او د ۵+۱ ډله، د نهایی تفاهم یا توافق د مسودې د لیکلو په سر کار ته دوام ورکوی .
عراقچی زیاته کړه : دغه مسوده؛ د هغو مفاهیمو او حل لارو په اساس ده چی، په لوزان کی لاسته راغلی دی ، او دواړه لوری باید په هغی باندی ژمن وی، او په هماغه چوکاټ کی مذاکره وکړی .
د مذاکرو پدی دورکی، د ایران داټمی ټيم مشر، ډاګینه کړه : د مسودی د متن د پام وړ برخی په هکله موافقه شوی ده، خو د هغی یوه برخه ، تراوسه لا، د اختلاف وړ ده .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcguq9quak9qt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته