کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټیفا د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار د نه پیلیدو، او د پارلمانی ټاکنو د وخت او نیټی د نه مشخصه کیدلو څخه خو را اندیښنه لری

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 ثور 1394 ساعت 13:44


د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ(تیفا) د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار د نه پیلیدو او د پارلمانی ټاکنو د وخت او نیټی د نه مشخصه کیدلو څخه خورا اندیښنه لری. د حکومت او اړونده مسؤلو بنسټونو څخه غواړی تر څو ژرترژره در یادو مواردو په هکله رسیدګی وکړی او خپل پام ورته راواړوی.
د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون رامنځ ته کیدل په هیواد کی د ټاکنیز نظام د سمون یا اصلاحاتو د راوړل د ملی وحدت د حکومت د سیاسی رهبرانو ترمینځ یو له مهمو توافقاتو څخه شمیرل کیږی او د افغانستان د حکومت ژمنه د نریوالی ټولنی په وړاندی د لندن کنفرانس کی ګڼل ګیږی. سره له د چی د جمهور رییس فرمان د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د رامنځ ته کیدو په اړه پنځوس ورڅی مخکی صادر شوی دی ،خو کمیسیون د اختلافاتو له وجهی چی د حکومت د رهبرانو ترمینځ د رییس د تعینولو په اړه موجود دی تر اوسه نه دی توانیدلی چی خپل کار عملی پیل کړی. چی دا کار د مدنی بنسټونو او خلکو د اندیښنی وړګرڅیدلی.
به بلی خوا پارلمانی ټاکنی باید د اساسی قانون پر بنسټ په ۴۹۳۱ د پسرلی په میاشت کی ترسره شوی وای. خو په مختلفو دلایلو لکه د سیاسی ارادی نه شتون، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون نه چمتوالی ، د بودجی نه شتون او له ټولو نه مهمه دا چی د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون د کار نه پیلیدل تر نامعلومی مودی پوری ځنډیدلی او داسی بریښی چی دا موضوع د حکومت په لمړیتوبونو کی شتون نه لری او د پارلمانی ټاکنو د وخت نه مشخص کیدل اړونده ټول بنسټونه له یو لړ ستونزو سره مخ کړی.
د اوسنی ولسی جرګی قانونی وخت د اساسی قانون پر بنسټ د روان کال د چنګاښ په میاشتی کی پای ته رسیږی
او د پارلمانی ټاکنو د پیل ځنډ د ولسی جرګی مشروعیت تر پوښتنی لاندی راځی.
له بله اړخه نړیوالی ټولنی د همکاری ژمنه د افغانستان د ټاکنو د ترسره کیدو کړی وه خپلی تخنیکی او مالی
مرستی یی د شته وضعیت په دلیل او د دولت د سیاسی ارادی د نه روښانه کیدو له وجهی راټیټی کړی دی.
د افغانستان د ړڼو ټاکنو بنسټ د موجوده وضعیت په پام کی نیولو سره د ملی وحدت د حکومت او اړونده بنسټونو څخه دا لاندی مواردو په هکله د رسیدګی غوښتونکی دی .
 د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون ژرترژره رامینځ ته کیدل او د دی کمیسیون د کار پیلیدل.
 د پارلمانی ټاکنو د تر سره کیدو د نیټی مشخصه کیدل.
 د اوسنی ولسی جرګی د کار د دوام لپاره د قانونی لارو لټول، ځکه د ولسی جرګی کار د قانون پر بنسټ د چنګاښ په میاشت کی پای ته رسیږی
تیفا له نریوالی ټولنی څخه هم غواری تر څو د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کی د یوی تخنیکی پروسی په عنوان خپل ملاتړ وکړی.


د مطلب کود: 111536

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/111536/ټیفا-د-ټاکنیزو-اصلاحاتو-کمیسیون-کار-نه-پیلیدو-او-پارلمانی-ټاکنو-وخت-نیټی-مشخصه-کیدلو-څخه-خو-اندیښنه-لری

آوا
  https://www.avapress.com